ټاکل شوې ده چې یو شمېر اروپايي هېوادونه نن خوان ګوایدو د ونزویلا د ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني.
اووه اروپايي هېوادونه جرمني، بریتانیا، فرانسه، بلجیم، هالنډ، هسپانیا او پرتګال غواړي چې د ونزویلا د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو د دې هېواد د نوي ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني.
دې هېوادونو له ولسمشر نیکولاس مادورو غوښتي وو چې د روانې فبرورۍ د میاشتې تر درېيمې یعنې تر نن پورې نوي انتخابات اعلان کړي، کنه د ګوایدو په مشرۍ حکومت به په رسمیت وپېژني.
خو ښاغلي مادورو د دوی غوښتنه رد کړې ده او دا هېوادونه یې سپین سترګي او ګستاخ بللي دي.
هغه پرون شنبه د ونزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل چې دی د ونزویلا حقیقي ولسمشر دی.
متحدایالاتو، کاناډا، برازیل، کولمبیا او ارجنټاین په ګډون د لاتیني امریکا ځینو مهمو هېوادونو مخکې لا د مادورو له مخالف خوان ګوایدو څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
ځینو نورو هېوادونو لکه روسیې چې له ولسمشر مادورو سره یې پخوا تر دې هم نږدې اړیکې لرلې، د ګوایدو د اعلان مخالفت کړی.
مادورو په خپله پرونۍ وینا کې په ښکاره د روسیې د ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هره برخه کې ده ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
له بلې خوا واشنګټن د ونزویلا پر پوځ غږ کړی دی چې د ګوایدو ملاتړ وکړي او په عین حال کې د ونزویلا د هوايي ځواکونو یوه مهم قوماندان تورن جنرال فرانسسکو یانیز ویلي چې د هېواد د نوي ولسمشر په توګه د ګوایدو ملاتړ کوي.
۳۵ کلن خوان ګوایدو نږدې لس ورځې مخکې په داسې حال کې ځان د ونزویلا د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ چې لسګونه زره کسانو د ټول هېواد په کچه د مادورو پرضد لاریونونه کول، ځکه مادورو چې د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په انتخاباتو کې له بریا وروسته په تېرې جنورۍ میاشت کې د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه، د اپوزیسیون له خوا په انتخاباتو کې په درغلۍ تورن شوی.
د مادورو پرضد د اعتراضونو په لړ کې تېره اوونۍ ۳۵ کسان ووژل شول.
مادورو چې پر ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مخکني ولسمشر هوګو چاویز له مړینې وروسته ولسمشر شو، له بشري حقونو د سرغړونو او د ناسمو اقتصادي پالېسیو له کبله په هېواد کې دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ دی.