د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

۶ ترکي استادان لا هم د افغان حکومت په بند کې دي


په مزارشریف کې د افغان- ترک پر ښوونځیو د پولیسو له حملې لس ورځې کېږي، خو په دې حمله کې د نیول شویو ۶ تنو ترکي استادانو برخلیک لا هم معلوم نه دی.

د بلخ پولیسو لس ورځې دمخه د مزارشریف د افغان- ترک د نجونو او هلکانو پر ښوونځیو حمله وکړه چې د زده کوونکو، ښوونکو او خدمت کوونکو په ګډون یې کابو سل تنه ونیول.

پولیسو او څارنوالانو له ۱۲ ساعته څېړنو وروسته له ۶ ترکي وګړو پرته نور ټول نیول شوي کسان بېرته خوشې کړل.

سرحات، جمال، صالح، چنګېز، اسماعیل او مصطفی الیار په بلخ کې د افغان- ترک ښوونځیو شپږ ترکي ښوونکي دي چې لس ورځې د مخه د پولیسو له خوا له نیول کېدو وروسته بندیان شول.

د دغو ترکي استادانو همکاران د هغوی د برخلیک د نه معلومېدو او زنداني کېدو په اړه اندېښمن دي.

د مزارشریف د افغان- ترک ښوونځي یو ښوونکی شکرالله صمدي په دې اړه وویل:

"زمونږ ترکي استادان شپږ تنه دي چې لا هم د امنیې قوماندانۍ سره په بند کې دي او په اړه یې هېڅ دلیل هم نه وايي چې ولې؟ له شپږو کسانو څخه دوه تنه یې مجرد او نور ټول کورنۍ او ماشومان لري چې تر دې دمه یې د کورنیو غړو ته کومه ستونزه نه ده متوجې شوې."

په همدې حال کې د بلخ پولیس وايي، له ۷۲ ساعتونو څېړنو او زنداني کولو وروسته د یادو ترکي وګړو د برخلیک او زنداني پاتې کېدو په اړه معلومات نه لري.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل په دې اړه وویل:

"پولیس نشي کولای چې له ۷۲ ساعتونو وروسته یو کس له ځان سره په قید کې وساتي، دوی مربوطه برخو ته تسلیمېږي، که یې دوسیه جنايي وي، څارنوالۍ ته سپارل کېږي."

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د پولیسو د ادعاو په خلاف وايي چې دا ترکي استادان د افغانستان د حکومت او ترکیې هېواد ترمنځ د یو لاس لیک شوي هوکړه لیک پر اساس د مرکزي ادارې په غوښته د بلخ پولیسو نیولي او تر نظارت لاندې یې دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

​هغه زیاته کړه:

"مونږ د ۶ تنو ترکي استادانو په اړه چې اوس په بې برخلیکه حال کې دي، د بهرنیو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د هدایت په انتظار یوو، دا کسان اوس مصؤن دي او د پولیسو تر نظارت لاندې دي."

سره له دې چې د بلخ محلي اداره د دغو ۶ تنو ترکي وګړو د استرداد او ازادولو په اړه د مرکزي حکومت د پرېکړې انتظار کوي، خو د بهرنیو چارو وزرات ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته ویلي چې د دغو کسانو دوسیو ته رسېدنه د عدلي او قضايي ارګانونو کار دی.

په همدې حال کې په بلخ کې د یادو شویو ۶ تنو ترکي استادانو د دوسیو د تحقیق موظف څارنوالان نه غواړي چې د یادو کسانو د برخلیک د څرنګوالي په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

راپور: مجیب الرحمن حیبب زی

XS
SM
MD
LG