د ارزګان ـ کندهار د لويې لارې پر سر موټر چلوونکي وايي، وسله والو طالبانو د ليک په استولو ورته ګواښ کړی چې د ارزګان کندهار ترمنځ پر لویه لار دې د روانې میاشتې تر ۲۶مې نېټې تګ راتګ نه کوي.
دوی وايي، له سهار راهيسې لاس تر زنې ناست دي او کاروبار يې په ټپه درېدلی دی.
په ورته وخت کې د یادې لارې پر سر تلونکي مسافر هم په لاره کې بند پاتې دي او غوښتنه کوي چې لاره دې ورته خلاصه شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ارزګان د ولایتي ادارې له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو هغوی زموږ ټیليفون ځواب نه کړ.
خو په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین بیا خبر ورکوي چې یاده لاره يې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: