د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

روسیه د منځني واټن ویشتونکو میزائيلو د کنټرول د تړون په اړه خپلې ژمنې ځنډوي


د روسیې ملي بیرغ
د روسیې ملي بیرغ

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین وايي، د امریکا له خوا د منځني واټن ویشتونکو میزائيلو د کنټرول تړون د ځنډولو په مقابل کې، ورته عمل کوي او د دې تړون د عملي کولو په اړه خپل تعهدات ځنډوي.

ولسمشر پوتین نن په مسکو کې د بهرنیو چارو او د دفاع له وزیرانو سره تر کتنې وروسته وویل:

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

"زمونږ امریکايي شریکانو د دې تړون د ځنډولو اعلان کړی دی او همدې ته په پام مونږ هم ورته پرېکړه وکړه."

د روسيې ولسمشر د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ته ویلي دي چې د اټمي وسلو د لېرې کولو د مسئلې په اړه له امریکايي لوري سره نورې خبرې ونه کړي.

ولاديمیر پوتین دغه راز ویلي دي چې د روسيې دفاع وزارت به څو چنده له غږ څخه د چټکو توغندیو په شمول بالسټیک میزائیل ځای پر ځای پیل کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اعلان وکړ چې د منځني واټن ویشتونکو میزائیلو د کنټرول له تړونه دده په خبره د روسيې د سرغړونو له امله واشنګټن نور دې تړون ته ژمن نه دی.

مایک پامپیو خبریالانو ته وویل، مونږ به روسیې او ددې تړون نورو خواو ته په رسمي ډول خبر ورکړو چې متحده ایالاتو به تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې له دې تړونه ووځي.

د منځني واټن ویشتونکو میزائیلو د کنټرول تړون چې ای این ایف نومول شوی، په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا او روسيې له خوا لاسلیک شو چې هدف يې له پنځه سوو تر پنځه نیم سوه کیلومتره واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو د تولیدولو او ددې میزائیلو د پروګرام بندول وو.

ناټو تړون په یوې اعلامیه کې له دې تړونه د امریکا د وتلو د اعلان ملاتړ کړی دی.

خو روسيې بیا دا رد کړې ده چې ګواکې دې هېواد د منځني واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو د کنټرول له تړونه سرغړونه کړې ده او پر امریکا يې غږ کړی دی چې د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره دې اسناد او شواهد وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG