د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د لاجوردو پر لار تللې افغان موټرې ۳ ورځې وروسته بېرته را رسېږي


د لاجوردو پر لار تللې افغان موټرې له باکیفیته وارداتي توکو سره تر درېیو ورځو بېرته افغانستان ته را رسېږي.

هغه لارۍ موټرې چې د لومړي ځل لپاره د لاجوردو په تاریخي لار يې افغاني توکي تر ترکيې او اروپايي بازارونو ورسول، په وارداتي مالونو بار بېرته افغانستان ته را روانې شوې دي.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، دغه لارۍ موټرې چې په باکیفیته توکو بار دي، دا وخت په اذربایجان کې دي چې ممکن تر راتلونکو درېیو ورځو افغانستان ته را ورسېږي.

د یاد وزارت مرستیال امام محمد وریماچ د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا کار د لاجوردو له لارې د دوه اړخیزې استفادې ډاډ ورکوي.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ

دی وایي:

"موټرو حرکت راکړی او کېدای شي چې په درېیو ورځو کې دا کاروان بېرته هېواد ته را ورسېږي، دغه اجناس چې را وردېږي، مستقیماً له ترکيې او اروپايي بازارونو اخیستل شوي دي، کوم چې د لېرو لارو په پرتله ژر را رسېږي او ارزانه به وي."

ښاغلی وریماچ وايي، دوی دې نتیجې ته رسېدلي چې د لاجوردو پر لار د ترکي او اروپايي مالونو واردول د پاکستان د لارې په پرتله چټک او ارزانه پرېوځي.

د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي.

افغان حکومت د تېرې لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د لاجوردو تاریخي لار پرانيسته او په نهو لاریو موټرو کې يې له همدې لارې خپل توکي ترکيې او اروپا ته واستول.

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د لاجوردو له لارې دوه اړخیزه استفاده به د ترکيې او افغانستان تر منځ سوداګري ارزانه او پراخه کړي.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل:

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

"دا نوی کار و چې ډېر وخت یعنې تقریباً څه کم دوه میاشتې وخت يې ونیوه، خو دا به په راتلونکي کې ښه شي ان شالله، مونږه له ترکيې سره شااوخوا نهه سوه ميلیونه ډالره سوداګري لرو او دا مالونه تر اوسه د ایران له لارې تلل، په داسې حال کې چې ځيني بندیزونه هم و، اوس دا لار له هغې نږدې او اسانه ده چې مونږ هیله مند یوو چې ورسره به سوداګري لا ښه شي."

د ښاغلي الکوزي په خبره، افغانستان ته له ترکيې تر ډېره کېمیاوي مواد، خوراکي توکي، لباس، فرنیچر، برقي سامان الات، فرشي قالینې او ځيني نور توکي راوړل کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG