د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

ملي ارمان: امریکا کولای شي چې د طالبانو جنګي ماشین له منځه یوسي، خو نه یې کوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکلي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، که امریکا وغواړي نو کولای شی چې د طالبانو جنګي ماشین په څو ورځو کې له منځه یوسي، خو د ورځپانې په باور، امریکا نه یوازې دا چې دا کار نه کوي، د پاکستان د استخباراتو په وسیله یې طالب ته لا اعتبار ورکړ.

په سرمقاله کې راغلي، اوس روسیه غواړي چې د راروانې سې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې په تړاو یوه ناسته جوړه کړي چې په دغه ناسته کې د مقاوت جبهې مشران هم بلل شوي او هلته به له طالبانو سره وګوري.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، که طالب د یوې سیاسي ډلې په توګه چې په انتخاباتو باور ولري له نظام سره یو ځای کېږي، هیڅ ستونزه به نه وي، خو به خبره یې چې که دغه ډله له خپلو درو سره راستانه شي او پاکستان د افغانستان د خلکو مقدرات تر لاسه کړي او امریکا هم په کې یوازې خپله ګټه پورته کړي، بیا نو د دغې توطیې په وړاندې مقاومت د هر افغان مسؤلیت دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، اوښتي ذهنیتونه په لفاظیو نشي بد لېدلای.

ورځپاڼه د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسن مرتضوي له قوله لیکلي چې هېڅ څوک مو د ګندمک په څېر تړون لاسلیک کولو ته نه شي اړ کولای.

خو د ویسا په خبره، د ولسمشر له لوري له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو چې د ده په اعتراف په تېره څلور نیم کلنه دوره کې تر ۴۵ زرو تنو زیات یوازې افغان امنیتي ځواکونه قرباني شوي دي.

پر هېواد هر کال تر پنځو زرو زیات بمونه او توغندي ورېدلي دي او په تېرو څلور نیمو کلونو کې که د افغانانو ټوله مرګ ژوبله حساب شي، تر یونیم لکو اوړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې تاریخ به پر دې خپله قضاوت کوي او باور مو دی چې دا د ټول هېواد د برخلیک په باب تر ګندمکه سل چنده خطرناک تړون و.

هېواد:

هېواد دولتي ورځياڼه بیا په خپله سر مقاله کې لیکي، د افغانستان کړکېچنو حالاتو ته په کتو سره د امریکا ګانګرس یا سنا له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان رد او داسې لایحه یې تصویب کړه چې له مخې یې تر ډاډمن امنیت او سولې پورې امریکايي ځواکونه پاتې شي.

ورځپاڼه لیکي، په دې اړه په یادې تصویب شوې لایحې کې راغلي چې په دغو دوو هېوادونو کې لا هم افراطي ترهګرې ډلې فعالې دي او دا د امریکا لپاره ګواښ دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، افغان حکومت له دې پرېکړې هرکلی او تېر تریخ تاریخ ته په کتو له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د یو ناڅاپي وتلو د پلان مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG