د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۵ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۲

د امریکا سنا د افغانستان او سوریې په اړه یوه لایحه تصویب کړه


د امریکا سنا هغه لایحه چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان ردوي پرون تصویب کړه.

له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د سنا په تصویب شوې لایحه کې راغلي دي چې په‌دې دوو هېوادونو کې لا هم افراطي اسلام‌پالي ډلې فعالې دي او دا د امریکا لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي.

په لایحه کې دا یادونه هم شوې چې که څه هم په افغانستان او سوریه کې د داعش ډلې او القاعده شبکې پرضد په مبارزه کې پرمختګ شوی، خو په دواړو هېوادونو کې د ترلاسه شویو بریاوو د ساتنې لپاره له لازمو اقداماتو پرته د امریکا د پوځي ځواکونو بې وخته وتل نه یوازې سیمه بې ثباته کولای شي بلکې د داسې یوې تشې باعث هم کېدای شي چې روسیه او ایران به د هغې د ډکولو هڅه وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ نېژدې یوه نیمه میاشت مخکې «د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په شلمه نېټه» له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه اعلان کړه.

دا اعلان د امریکا د کانګرس او د دې هېواد د متحدانو لپاره حیرانوونکی و.

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس په ګډون څو امریکايي چارواکو ویلي دي چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه هم غور کوي.

د امریکا سنا له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پریکړې پر ضد د مخالفت په لایحه کې د امریکا پر حکومت غږ کړی دی چې په افغانستان کې په زیات شمېر د پوځي ځواکونو د اېستلو له هرې پریکړې مخکې داسې شرایط رامنځ ته کړي چې د افراطي ډلو قطعي ماتې یقیني کړي.

جمهوري غوښتونکي سناتور میچ مکانل چې په ندرت سره د ولسمشر ټرمپ او د هغه د پالیسیو په مخالفت کې خبرې کوي د دې لایحې طرح سنا ته وړاندې کړې ده.

میچ مکانل
میچ مکانل

ښاغلي میچ مکانل په روانه اوونۍ کې دا هم ویلي و چې هېواد ته د امریکايي ځواکونو ستنول ډېر نېک کار دی، خو یادونه یې هم کړې وه چې دې ډول کړکېچونو ته نه پاملرنه کولای شي یو ځل بیا د امریکا په ښارونو کې د خطر باعث شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د افغانستان او سوریې د کړکېچونو د حل لپاره یوې سیاسي او ډيپلوماتیکې حل لارې ته اړتیا لیدل کېږي.

یوه بل جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو هم ویلي چې له افغانستان او سوریې څخه د پوځي ځواکونو د اېستلو پروګرام یو ناسم فکر دی.

د افغانستان په جګړه کې نېژدې دوه نیم زره امریکايي سرتېري مړه او د امریکا د وګړو له مالیو میلیاردونه ډالر لګول شوي دي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او له هغوی سره د روزنې او سلامشورو په برخه کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG