د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د کابل انتخاباتو د لغوه کولو پریکړه په خپل ځای ده


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د لغوه کولو تصمیم اوس هم په خپل ځای دی او پخوانۍ پرېکړې ته ستنېدل به ممکنه لار وي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکوي، که شفافیت تأمین نه‌شي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د کابل د انتخاباتو د لغوه کېدو پرېکړې ته ستون شي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د وخت له پلوه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره نور فرصت نشته او په وینا یې ټول اسناد باید دوی ته وسپارل شي.

د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني
د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني

ښاغلي روحاني زیاته کړه:

"د کابل انتخاباتو په تړاو زموږ پخوانی تصمیم اوس هم تعلیق کې دی او لغوه شوی نه‌دی او کله چې ټولو شکایتونو لومړني او وروستي ته رسېدنه وشي، موږ به خپله وروستۍ پرېکړه وکړو، طبعاً زموږ یو تصمیم هم هغه دی چې کمېسیون خپلې پخوانۍ پرېکړې ته ستون شي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه د ۱۸ ولایتونو نهايي نتایج اعلان کړي دي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، لا هم د کابل د انتخاباتو په اړه بشپړ اسناد د انتخاباتو کمېسیون له لوري دوی ته نه‌دي استول شوي.

دغه کمېسیون وايي، که شفافیت تأمین نه‌شي او واقعي رأیې له غیر واقعي رأیو بېلې نه‌شي د کمېسیون تصمیم به پر خپل ځای وي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د لومړنیو او وروستیو پایلو اعلان له غبرګونونو او شکایتونو سره مل دی.

د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د معترضو نوماندانو په اعتراضونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنران د پیسو په اخېستلو او معاملو تورن شوي او په کابل کې د بیا ځلي انتخاباتو غوښتنه ‌يې کړې، هغه څه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رد کړي دي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم د کابل د انتخاباتو نتایج جنجالي او له درغلیو ډک بللي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل د انتخاباتو په تړاو یې د درغلیو اسناد او شکایتونه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته سپارلي دي.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کابل د حوزې د ټولو رأیو باطلول ممکنه نه‌ده او شکایتونو کمېسیون باید ټولو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

مرستیال ویاند ذبیح سادات
مرستیال ویاند ذبیح سادات

نوموړی وايي:

"په اوس وخت کې د کابل د حوزې د ټولو رأیو باطلول ممکنه نه‌ده او شکایتونو کمېسیون باید ټولو شکایتونو ته رسېدنه وکړي، موږ ټول اسناد ور سپارلي او باید حق حقدار ته ورسېږي."

د سیاسي ګوندونو او جریانونو د غبرګون ترڅنګ، د انتخاباتو څارونکي هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کمزوري او ناسم مدیریت انتقاد کوي.

د دغو څارونکو په باور، دا چې د کابل انتخابات له ځنډ او خنډ سره مخ شوي، د دواړو کمېسیونونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او یو بل ته د زور ښودونې ښکارندويي کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید واِيي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د د درغلیو په اړه د شکایتونو او انتقادونو پر وړاندې بې وسه دی او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کولای شي چې د قانون له مخې خپله پرېکړه د تعلیق له حالته وباسي او د کابل انتخابات لغوه اعلان کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG