د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

امریکا به له روسیې سره د توغندیو د مخنیوي له تړونه خپل وتل اعلان کړي


تمه ده چې امریکا به نن له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړون څخه خپل وتل اعلان کړي.

د امریکا د کانګرس یوې سرچینې پرون ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښايي نن د ډسمبر په لومړۍ نېټه- روسیې ته له ورکړل شوي مهلت څخه یوه ورځ مخکې، د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړون «INF» څخه د امریکا وتل اعلان کړي.

امریکا روسیې ته د فبروري تر دوهمې نېټې پورې مهلت ورکړی و چې د منځني واټن ویشتونکو اټمي توغندیو د مخنیوي د تړون له مخې چې دواړو هېوادونو په نولس سوه اووه اتیایم کال کې لاسلیک کړی و، خپل مکلفیت ترسره کړي، که‌نه ترې وبه وځي.

نورو رسنیو هم راپور ورکړی چې دا اعلان نن کېږي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن په څو شېبو کې په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړي، خو که څه هم د دې خبري غونډې موضوع تراوسه روښانه نه‌ده مګر تمه ده چې پامپیو به په دې اړه خبرې وکړي.

د امریکا له‌خوا د دې پریکړې تمه لا څو میاشتې مخکې کېده خو په پېکېنګ کې د متحد ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو اندریا تامپسن او سیرګي ریابکوف له پرونۍ ناکامې غوندې وروسته یې اعلان یقیني شو.

روسي رسنیو د ریابکوف له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، له بده‌مرغه په‌دې خبرو کې هېڅ پرمختګ ونه‌شو او مېرمن تامپسن په یوه مرکه کې وویل، روسیه لا هم په دې اعتراف نه کوي چې له «INF» څخه سرغړونه کوي.

«INF» ته تر ډېره په اروپا کې د ثبات د اداره کوونکي تړون په نظر کتل کېږي او دا تړون د مسکو او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې تل د کړکېچ یوه سرچینه وه.

واشنګټن او ناټو روسیه تورنوي چې د «9M-72- 9» په نوم د کروز توغندیو په جوړولو سره له «INF» څخه سرغړونه کوي خو مسکو هغه تورونه ردوي چې وايي، د دې توغندیو جوړول له «INF» څخه سرغړونه ده او په مقابل کې پر متحد ایالاتو تور لګوي چې له دې تړونه د وتلو په پلمه غواړي د وسلو د سیالۍ نوی پړاو پیل کړي.

واشنګټن ویلي دي چې که روسیه بېرته د دې تړون شرایطو ته غاړه کې نه‌ږدي، نو د فبروري له دوهمې نېټې وروسته به له «INF» څخه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړي خو امریکايي چارواکو دا یادونه هم کړې چې که روسیه د دې تړون پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو واشنګټن به بېرته په‌کې شامل شي.

«INF» دواړو هېوادونه د هغو کروز او بالستیک توغنديو له جوړولو منع کوي چې پر ځمکه ځای پرځای کېږي او له ۵۰۰ کیلومترو نیولې تر ۵۵۰۰ کیلو مترو پورې واټن ویشتلی شي.

XS
SM
MD
LG