د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

د بدخشان د انتخاباتو په وروستي لېست کې د یوې پلان شوې درغلۍ مخه ونیول شوه


ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لوګو
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لوګو

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د بدخشان ولایت د انتخاباتو په وروستي لېست کې يې د یوې پلان شوې درغلۍ مخه نیولې ده.

د بدخشان ولایت د انتخاباتو د وروستي لېست له اعلانېدو یوه ورځ وروسته، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د هغو دوو کاندیدانو د درغلۍ مخه‌یې نیولې چې وروستۍ نتیجې ته‌یې لار نه‌وه موندلې.

د دغه کمېسیون یوه غړي عبدالبصیر فایز د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، دغو دوو کاندیدانو د درغلۍ او د بیا شمېرنې په ریزلټشیټ (د نتیجې پاڼه) کې د بدلون راوستلو په نتیجه کې د بدخشان ولایت د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې د نامعلومو کسانو له‌خوا، وروستي لېست ته لار موندلې ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یو غړی عبدالبصیر فایز
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یو غړی عبدالبصیر فایز

نوموړي زیاته کړه:

"موږ یوه ورځ مخکې له دې چې لېست خپور شي، پر یو لېست چې ټولنیزو څپو کې خپور شو شکمن شو، د انتخاباتو له کمېسیون سره مو اړیکه ونیوله، ګډه ناسته مو جوړه کړه او د ریزلټشیټ کاپي چې موږ ته رسېدلې وه، د انتخاباتو د اصلي ریزلټشیټ سره مو مقایسه کړه. په خواشینۍ سره چې زموږ په ریزلټشیټ کې ګوتې وهل شوي او یو شمېر ځانګړو کسانو ته رأیې زیاتې شوې وې. دا موضوع تشخیص او درغلي په‌کې ثابته شوه.​"

ښاغلی فایز وايي، په قضیه کې ښکېل او مشکوک کسان‌یې د شنبې په ورځ کمېسیون ته غوښتي او نتایج به‌یې له ارزونې وروسته، له خلکو سره شریک شي.

پخوا تر دې هم د کابل او ځینو نورو ولایتونو د رأیو په بیا شمېرنه کې د درغلیو او فساد په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو مرستیالې حمیرا حقمل له ازادي رادیو سره په مرکه کې ویلي و چې کله چې دوی د کابل د حوزې د پلټنې جریان کاته، په ۵ دقیقو کې لسګونه کسان د فساد او ځانګړو کاندیدانو ته د رأیو د ډېرولو په تور، نیول کېدل.

د انتخاباتي شکایتونو مرستیاله حمیرا حقمل
د انتخاباتي شکایتونو مرستیاله حمیرا حقمل

مېرمن حقمل ویلي و د پلټنې په جریان کې څرګنده شوې چې د پکتیا په ولایت کې هم درغلۍ شوې دي.

پخوا تر دې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون، د درغلیو، فساد او انتخاباتي سرغړونو له امله، د کابل د حوزې رأیې باطلې اعلان کړې وې، خو موضوع د حکومت په منځګړیتوب حل او پرېکړه وشوه چې پر دغه تصمیم له سره کتنه وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید وايي، انتخاباتي کمېسیونونو د چهارشنبې د ورځې ګډه ناسته کې ژمنه کړې وه چې له بدخشانه دې اصلي ریزلټشیټونه وغوښتل شي او د پلټنې له اسنادو سره د مقایسې او شکایتونو ته د رسیده‌ګۍ وروسته دې د هغه ولایت نتایج اعلان شي، خو د ده په خبره دغه کار نه‌دی شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"څه چې د بدخشان په اړه وايي، زیات واضح نه‌دي، انتخاباتي کمېسیونونو تېره ورځ ګډه ناسته لرله چې لفظي برخورد په‌کې هم وشو او پرېکړه وشوه چې زموږ د څارونکي په حضور کې دې اصلي ریزلټشیټونه له ولایتونو نه وغوښتل شي او د پلټنې له اسنادو او د شکایتونو د رسیده‌ګۍ له مواردو سره دې تطبیق شي، خو ناڅاپه په شپه کې وروستي نتایج اعلانېږي چې موږ ته ډېر مبهم دي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید

ښاغلی رشید وايي، د انتخاباتي شکایتونو په اجرأتو بې‌باوره دی، ځکه د ده په خبره، څه چې دغه کمېسیون په لومړیو کې د بدلون او عدالت په اړه ویلي و عمل پرې ونه‌شو.

ده زیاته کړه، د ۱۸ ولایتونو په وروستیو نتایجو کې چې خلک ورته منتظر وو، هېڅ بدلون رامنځته نه‌شو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG