افغانستان د ایران له لارې له هغه هېواد سره د ارزانه انټرنټ د اخیستلو هوکړه وکړه.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له ایران سره د انټرنټي او مخابراتي خدماتو په ټيټو بیو، له بحري کېبل سره په نښلېدو او د سیمهییز اتصال په هکله هوکړو ته رسېدلي دي.
د یاد وزارت ویاند سایر ځلاند د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډيو ته وویل، پهدې او ځينو نورو برخو کې پرمختګ له هغې وروسته راغلی چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي ایران ته د دوه ورځني سفر په لړ کې د هغه هېواد د مخابراتو له وزیر محمد رضا اذري جهرمي سره وکتل.
ښاغلي ځلاند زیاته کړه:
"افغانستان او ایران دې هوکړې ته ورسېدل چې د ایران له لارې به افغانستان له جابهار بندر او بحري کېبل ته رسېږي، بل دا چې د هرات او زرنج ښارونه به له ایران سره د نوري فایبر پهواسطه نښلول کېږي او بل دا چې د هغه انټرنټ په بیو کې به کموالۍ راځي چې موږ ته د ایران له لارې راځي."
ښاغلی ځلاند وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ له پخوا نه هم دې برخه کې اړیکې وې، خو د نوې هوکړې له مخې به پهدې برخه کې ډېر نور سهولتونه رامنځته شي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره په انټرنټي او ټکنالوژۍ برخه کې د ښو اړیکو له لارې دا هېواد په سیمه کې د اتصال د مرکز په توګه ثابت کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې افغانستان اوسمهال د سیمې له ډېرو هېوادونو سره د انټرنټ مواصلاتي اړیکې لري.
د مخابراتو وزارت وايي، د ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو سره له نښلېدو وروسته به د ټرانزیتي مرکز په توګه دولتي خزانې ته د پام وړ عواید په لاس ورشي.
خو پر ګاونډیو هېوادونو د افغانستان ډېرې اتکا د معلوماتي ټکنالوژۍ د ځينو کارپوهانو اندېښنې هم راپارولې دي.
له ډلې یي اسرار احمد کریمزي ازادي راډيو ته وویل:
"په سیمه کې موږ پهدې برخه کې هم د ایران او پاکستان سره ستونزې لرو، نو ځکه لازمه ده چې موږ خپل لازم تدابیر ونیسو د دې لارې چارې شته چې موږ څنګه د چابهار له لارې د بحري نړیوالو حبونو سره وصل شو او څوک ونهشي کولای زموږ معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي."
خو د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، د انټرنټ د خوندیتوب لپاره افغانستان خپل اقدامات لري او دې ته متوجې دی چې له ګاونډيو راتېرېدونکی انټرنټ څنګه ښه تنظیمولی شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ