د هندوستان او نیوزلېنډ تر منځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوربه هېواد نیوزلېنډ وګټله.
دا لوبه چې نن د هامیلټون په لوبغالي کې ترسره شوه پهکې لومړی بېټنګ هندوستان وکړ، خو لوبډله يې یوازې د ۹۲ منډو په جوړولو وتوانېده.
کوربه نیوزلېنډ اسانه دا هدف د اتو ویکټو په توپیر په ۱۵ اوور کې پوره او لوبه يې وګټله.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان د پنځو یو ورځنیو لوبو څخه درې يې ګټلي او جام يې پهخپل نوم کړی دی.
د دغه سیریز وروستۍ یوه لوبه د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه ترسره کېږي.