د افغانستان د سکي ملي لوبډله په پاکستان کې د سیالیو د تر سره کولو لپاره هغه هېواد ته رسېدلې ده.
د بدني روزنې او ورزش د ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، د سکي دا سیالۍ د پاکستان په سوات کې تر سره کېږي.
د نوموړي په وینا سیالۍ له تېرې ورځې راهېسې پیل او د فبرورۍ تر څلورمې نېټې دوام کوي.
د سکي فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو لوبډلې ګډون کوي.
فدراسیون وايي، د افغانستان لهخوا په تللي ډله کې پنځه لوبغاړي او یو روزونکی شامل دی.