د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ کب ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۲

جرمني، فرانسه او بریتانیا ایران ته د مالي بهیر یو مېکانیزم رامنځته کوي


د ایران بیرغ

ټاکل شوې ده چې جرمني، فرانسه او بریتانیا ایران ته د مالي بهیر یو داسې مېکانیزم رامنځته کړي چې پر ایران د امریکا له لګېدلي بندیزونو څخه سرغړاوی نه‌وي.

تمه کېږي چې دا مېکانیزم نن پنجشنبه نافذ شي او هغو اروپايي شرکتونو سره به چې په ایران کې قانوني کاروباري ګټې لري، مرسته وکړي چې په ایران کې د خپل کاروبار کولو لپاره د راکړې ورکړې تاکتیکونه وکاروي.

پر دې پلان له اوږدې مودې راهیسې کار کېده، خو اوس جرمني خبري اژانس ویلي، دا مېکانیزم چمتو دی چې عملي شي او پر هغو برخو به متمرکز وي چې د امریکا د بندیزونو هدف نه‌دي.

لا تر اوسه د دې پلان ډېر جزئیات نه‌دي په ډاګه چې څه ډول به عملي کېږي.

تمه ده چې نن د جنوري ۳۱مه د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال اعلان شي.

د جرمني، فرانسې او بریتانیا د دې مېکانیزم یا پلان په جوړېدو سره هدف دا دی چې له ایران سره راکړه ورکړه ولري، خو په عین حال کې پر ایران د امریکا د لګېدلو بندیزونو څخه سرغړاوی نه‌وي.

جرمني، فرانسه او بریتانیا د امریکا، چین او روسیې سره په ګډه له هغو شپږو هېوادونو څخه دي چې له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون لاسلیک کړ.

وروسته له هغې چې تېر کال امریکا له دې تړونه ووتله او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول دا درې اروپايي هېوادونه سخت کار کوي، څو د ایران سره شوی اټمي تړون پر ځای وساتي.

چارواکي وايي، اروپايي ټولنه د ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د دې مېکانیزم ملاتړ کوي، خو دا ټولنه په‌کې په مستقیمه توګه ښکېل نه‌ده.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې درې واړو اروپايي هېوادونو لکه جرمني، فرانسې او بریتانیا د ایران سره د راکړې ورکړې د دې مېکانیزم ثبتول پیل کړي، څو پرته له دې چې د ایراني او اروپايي شرکتونو ترمنځ مستقیمه مالي راکړه ورکړه وشي، دوی به وکولای شي خپلو کې د مالونو په تبادلې د تادیې لاره ولري.

مخکې چې دغو درېیو اروپایي هېوادونو له ایران سره پر دې پلان خبرې کړې وې ویلي یې و چې په نومبر کې به‌یې عملي کوي، خو وروسته دغو هېوادونو پر دې هڅه وکړه چې داسې لارې پیدا کړي چې په دغه مېکانیزم کې پر ښکېلو کمپنیو د امریکا د بندیزونو خطر راکم کړي.

د جنورۍ پر ۲۸مه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې نه‌غواړي ایران له دې اټمي تړونه ووځي او یو ځل بیا د خپلو یورانیومو د بډاینې چارې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG