د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ډېرو لوبو لپاره یو پروګرام جوړوي


د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ډېرو لوبو د تر سره کولو لپاره په پروګرام جوړولو کار پیل کړ.

د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې فدراسیون د روان کال د پلان لپاره دا غونډه له هغې وروسته وکړه چې د فوټبال فني مرستیال ته لويې څارنوالۍ د کار د دوام اجازه ورکړه.

فدراسیون وايي، اوس مهال دوی په‌دې کار کوي چې د فدراسیون بودجوي ستونزې حل، ملي لوبډلې ته سفرونه برابر او په ولایتونو کې ډېرې سیالۍ تر سره شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له‌خوا د نوي کال پلان له هغې وروسته له ځنډ او خڼد سره مخ شو چې د نجونو د فوټبال پخوانۍ لوبغاړي د فدراسیون په مشر د جنسي ځورولو تورونه پورې کړل.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د څېړنو په خاطر د فوټبال فدراسیون د رئیس په شمول د ځینو مشرانو وظیفې وځنډولې خو څارنوالۍ تېره اوونۍ د یوسف کارګر څخه دا بندیزونه لېرې کړل.

XS
SM
MD
LG