د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۵

ولسمشر غني: د سولې کیلي په افغانستان او د جنګ هغه په پاکستان کې ده


آرشیف/ ولسمشر غني

افغان حکومت وایي، د سولې کونجي په افغانستان او د جنګ کونجي په پاکستان کې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې کونجي په افغانستان کې ده ځکه چې طرح پروګرام او نقشه ورته لري، خو د جنګ کونجي د پاکستان په اسلام‌اباد، کوټه او راولپنډۍ کې ده.

ښاغلي غني د چهارشنبې په وځ د ځوانانو او سولې په ملي کنفرانس کې وویل، نړیوالو تجربو ښودلې چې د سولې تړونونه ۵۰ فیصده په سختو جنګونو بدل شوي او دلیل یې په سولې کې بېړه کول ده.

ده وویل، سوله باید مؤقتي نه بلکې تل‌پاتې وي او په رڼا ورځ د ملت په اراده وشي:

"سوله په نیمه شپه کې د تړلو دروازو تر شاه د اقلیتونو له خوا، نه لاسلیک کېږي، سوله باید په رڼا ورځ د افغانستان د ملت او نړیوالو همکارانو له خوا ترسره شي او له سیمې سره نتیجي ته ورسېږو ځکه زموږ جنګ یو اړخېز نه دی چې سبا له طالبانو سره نتیجې ته ورسېږو او ختم شي. د جنګ مختلف اړخونه باید مدیریت کړو چې د سولې اړخونه تأمین شي."

پخوا تر دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، امریکا د افغانستان د جنګ د ختمولو او په کې د سولې راوستلو ته بېړه لري او د ده په خبره اوس وخت را رسېدلی چې افغانان د سولې له ترلاسه شوي فرصت نه په بېړه ګټه واخلي.

ښاغلي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو له استازیو سره په وروستۍ کتنه کې پر ډېرو مهمو موضوعاتو توافق شوی او هغوی یې هڅولي چې له افغان حکومت سره په مستقیمو مذاکراتو کې شامل شي.

د امریکا او د طالبانو د استازیو ترمنځ ۶ ورځنۍ خبرې د روانی اوونۍ د شنبې په ورځ په قطر کې پای ته ورسېدې.

خو ولسمشر غني وايي، موقتي سوله د اقلیت په ګټه ده چې ملي بنسټونه په کې ویشل کېږي او د ملوک الطوایفي د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

همدا شان ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ له ځوانانو سره په ناسته کې وویل، نړیوال بنسټونه د سولې په برخه کې بریالۍ تجربې نه لري.

ښاغلي غني طالبانو ته وویل، که حکومت مشروع نه دی نو طالبانو خپل مشروعیت له کومه ځایه ترلاسه کړی حال دا چې د اسلام جیدو علماء په مکه او اندونیزیا کې وویل، د ملکي کسانو وژل او ځان وژونکي حملي مشروعیت نه لري.

ښاغلي غني زیاته کړه، له طالبانو پوښتم چې:

  • ایا د سولې نقشه تاسې په خپله جوړه کړې او که نورو؟
  • او ایا واک مو خپل دی او که له پردیو سره دی؟

دا په داسې حال کې ده زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له خولې ویلي چې هغوی حاضر نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي ځکه د ده په خبره طالبان په دې نظر دي چې افغان حکومت مشروعیت نه لري.

د چارو ځیني کارپوهان په تېره انتظار خادم په دې باور دی چې د سولې خبرې یوه اساس پړاو ته رسیدلي، خو د ده په خبره په دې برخه د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اختلاف رامنځته شوی.

یو افغان کارپوه انتظار خادم
یو افغان کارپوه انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان او افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې نرمښت وښيې او له بلې خوا د سولې په خبرو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ اختلاف رامنځته شوی چې موږ یې انتظار نه درلود ځکه پروسه پيچلې کوي."

دی ټینګار کوي چې امریکا او افغانستان یو عملي لاره ولټوي او همغږي پرمخ لاړ شي ځکه د نظر اختلافات کولی شي، طالبان بې باوره کړي او دغه پروسه چې حیاتي ده، زیانمنه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG