د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې قطري چارواکو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلولو ژمنه کړې ده.
دا شورا هیله لري چې د دې هېواد د سولې په پروسه کې به د قطر هېواد لا زیاته مرسته او طالبان به بینالافغاني خبرو اترو ته تشویق کړي.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وویل چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلقالقحطاني د سولې د شورا له مشر کریم خلیلي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره بهيې مرسته روانه وي.
ښاغلي طاهري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۰» ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي القحطاني وویل، هڅه کوي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ژمنه وکړه چې هېواد يې حاضر دی چې په هره برخه په ځانګړي ډول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په برخه کې مرسته وکړي، همدا شانيې د سولې له شورا سره په خبرو کې امادګي وښوده چې د سولې د پروسې د غښتلتیا لپاره به له دې پروسې سره مرسته وکړي."
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړي استازي د دې تر څنګ له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سر هم د افغان سولې په اړه لیدلي او د خپل هېواد په نمایندګۍ يې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په همدې حال کې د اندونیزیا د مرستیال ولسمشر ځانګړي استازي حامد اولالدین هم د سولې په اړه له افغان چارواکو او د سولې د عالي شورا له رهبرۍ سره کتلي دي.
سید احسان طاهري وايي چې ښاغلي اولالدین ټینګار وکړ چې هېواد يې حاضر دی چې د افغان سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې قطر او اندونیزیا د اسلامي هېوادونو په توګه کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولري.
له ډلې يې داوود مایار ازادي راډيو ته وویل چې دا چې طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري، نو ځکه یاد هېواد غواړي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره نوره مرسته هم وکړي.
نوموړی وايي:
"قطر یو مهم رول لوبوي، طالبانو تهيې په خپله خاوره کې دفتر ورکړی او په یو شکل د دغه ډلې سره مرسته هم کوي، نو زه فکر کوم چې قطر له یوې خوا نهغواړي چې له امریکا سرهيې اړیکې خرابې شي او بلهخوا غواړي چې طالبانو سرهيې اړیکې پر ځای پاتې شي، نو ځکه دا هېواد منفي رول نهشي لوبولی او هره اسانتیا چې غواړي رامنځتهيې کړي د سولې پروسې ته چټکتیا ورکول دي."
دغه قطري او اندونیزیايي چارواکي داسې مهال د سولې د مسئلې په اړه کابل ته سفر کوي چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ په قطر کې د خبرو څلورم پړاو هم پای ته ورسېد او زلمي خلیلزاد ویلي چې دغې لیدنې ښه پرمختګونه درلودل.
خو هغه څه چې د سولې د پروسې په بریالیتوب کې مهم بلل شوي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل دی چې تر دې دمهيې څرک نهلیدل کېږي او افغان حکومت هڅه کوي چې له هرې ممکنه لارې نه په ګټې اخیستنې دغه ډله د سولې د مذاکرې مېز ته کېنوي.
راپور: اکرامالله اکرام