د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۹

د امريکا استخباراتو د ټرمپ د بهرنۍ پالېسۍ په اړه ځينې ادعاوې ناسمې وبللې

ارشیف، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
ارشیف، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا استخباراتي مشرانو پرون د ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنۍ پالېسۍ په اړه ځينې ادعاوې ناسمې وبللې.

د امريکا متحده ايالاتو استخباراتي مشرانو چې د مشرانو جرګې استخباراتي کمېټې استماعيه غونډې ته خبرې کولې، د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ځينو ادعاوو شک څرګند کړ.

دوى د داعش ډلې په اړه د ولسمشر ټرمپ ارزونې او د شمالي کوريا مسئلې ته اشاره وکړه.

ښاغلي ټرمپ ويلي چې شمالي کوريا د خپلو اټمي وسلو محدودولو ته لېوالتيا ښوولې ده.

دغو مشرانو د ولسمشر ټرمپ هغه ادعا هم چلېنج کړله چې ويلي يې دي تهران هڅه کوي چې اټمي وسلې ترلاسه کړي.

دا هغه دليل دى چې ولسمشر ټرمپ د ايران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړونه تېر کال د واشنګټن د وتلو پر وخت وړاندې کړى و.

د امريکا دغو استخباراتي مشرانو د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د ژورې لاسوهنې موضوع هم رابرسېره کړله او اټکل يې وکړ چې ښايي دا لاس‌وهنه په ٢٠٢٠ میلادي کال کې وشي.

ولسمشر ټرمپ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاس‌وهنې موضوع رد کړې ده.

دا استماعيه غونډه په‌داسې حال کې راوبلل شوه چې ولسمشر ټرمپ څو اوونۍ مخکې په سوريه کې د داعش ډلې په وړاندې د بريا او له دغه هېواده د امريکايي پوځيانو د سمدستي وتلو اعلان وکړ.

دا هغه اقدام و چې د امريکا دفاعي بنسټ او په منځني ختيځ کې يې د امريکا متحدان هک حيران کړل.

بل‌خوا په پام کې ده څو اوونۍ وروسته ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره په دوهمه سرمشريزه کې برخه واخلي.

د امريکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډان کوټس
د امريکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډان کوټس

خو د امريکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډان کوټس پرون د مشرانو جرګې دفاعي کمېټې ته وويل:

"احتمال نه‌کېږي چې شمالي کوريا دې له اټمي وسلو او د هغو له توليد څخه په بشپړ ډول لاس واخلي، ځکه رهبران‌يې تل دا نظر وړاندې کوي چې اټمي وسلې د رژيم د خونديتوب لپاره مهمې دي."

د امريکا استخباراتي مشرانو خبردارى ورکړى چې د داعش ډلې په وړاندې بريا نه‌ده حاصله شوې او که امريکايي ځواکونه له سوريې ووځي، دغه افراطي ډله به له خلا څخه په استفاده بېرته سر اوچت کړي.

د دوى په باور داعش ډله، په عراق او سوريه کې په زرګونه جنګيالي رهبري کوي او لا يې ځينې سيمې په کنټرول کې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG