د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ډېری امریکايي چارواکي په افغانستان او سوریه کې د خپلو ځواکونو پاتې کېدل غواړي


په سوریه کې امریکايي پوځیان
په سوریه کې امریکايي پوځیان

د امريکا متحده ايالاتو په مشرانو جرګه کې اکثريت جمهوريت غوښتونکي د دې پلوي کوي چې امريکايي پوځيان دې په افغانستان او سوريه کې پاتې شي.

د امريکا په مشرانو جرګه کې د جمهوريت غوښتونکو مشر د سې شنبې په ورځ هغه لايحه پېشنهاد کړله چې له امريکا په‌کې غوښتل شوي، څو له افغانستان او سوريې څخه خپل پوځيان ونه‌باسي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره له دغو دوو هېوادونو د خپلو سرتېرو د ايستلو لپاره د تصميم نيولو په حال کې ده.

په مشرانو جرګه کې د جمهوريت غوښتونکو مشر میچ مکانل «Mitch McConnell» دې ته په پام سره چې په افغانستان او سوريه کې افراطي ډلې لا هم د امريکا لپاره يو ګواښ ګڼل کېږي، وويل چې د منځني ختيځ د امن په اړه‌يې په لايحه کې داسې ضميمه پېشنهاد کړې چې د ترورېزم پر ضد ايجاد شوى ائتلاف خوندي پاتې وي او امريکا د خپلو متحدانو تر څنګ وي.

په مشرانو جرګه کې د جمهوريت غوښتونکو مشر میچ مکانل
په مشرانو جرګه کې د جمهوريت غوښتونکو مشر میچ مکانل

مکانل په‌دې اړه مشرانو جرګې ته په خپله وينا کې وويل، امريکا نړيوال پوليس نه‌دي، خو د نړۍ رهبره ده او مکلفيت لري چې د رهبر په حيث خپل مسؤليت ادا کړي.

دا لا معلومه نه‌ده چې د امريکا مشرانو جرګه کله د دې لايحې ضميمې ته رأيه ورکوي يا يې رأيې اخیستنې ته وړاندې کوي.

د دې لپاره چې دغه لايحه په قانون بدله شي، اوږده لار په مخکې لري.

اول بايد د کانګرس د استازو جرګه چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، هغه تصويب کړي، بيا په کار ده د ولسمشر له ويتو يا رد څخه بچ پاتې شي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې داسې پلان اعلان کړى چې پر اساس‌يې امريکايي ځواکونه له سوريې وځي او د امريکا د حکومت په خبره په سوريه کې داعش ډله ماته شوې ده.

خو د امريکا د ملي استخباراتو ادارې مشر ډان کوټس «Dan Coats» د د دوشنبې په ورځ د مشرانو جرګې يوې استماعيه غونډې ته وويل چې د داعش ډلې نړيوال ګواښ نه‌دى ختم شوى.

خو د امريکا د ملي استخباراتو ادارې مشر ډان کوټس ډان کوټس
خو د امريکا د ملي استخباراتو ادارې مشر ډان کوټس ډان کوټس

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د دوشنبې په ورځ ويلي و چې امريکا او طالبان د افغانستان د ١٧ کلنې شخړې د حل لپاره د يوې موافقې پر طرحې سلا کېدو ته نږدې شوي، خو داسې نښې نه‌شته چې دغې ډلې دې د امريکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د اوربند په اړه د امريکا پېشنهاد منلى وي.

ښاغلي خليل‌زاد تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره په خپلو بحثونو کې داسې کومه ژمنه نه‌ده کړې چې امريکايي ځواکونه به د طالبانو له غوښتنې سره سم په ١٨ مياشتو کې له افغانستانه وځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې په خپل اېمېل کې ليکلي؛ امريکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو يا شمېر کمولو لپاره پر کوم مشخص مهالوېش موافقه نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG