د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

کوټس: امریکا ته د روسیې او چین له‌خوا د انلاین بریدونو ګواښونه متوجې دي


ډان کوټس
ډان کوټس

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډان کوټس وايي، د روسیې او چین له‌خوا د امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ او سایبري یا انلاین بریدونو تر ټولو جدي ګواښونه متوجې دي.

په نړۍ کې د شتو ګواښونو په اړه د امریکا سنا ته په څرګندونو کې کوټس وویل، له پیکېنګ سره د کرملېن اړیکې "تر هغې ډېرې نږدې شوي چې په تېرو لسیزو کې وې." او لا ستر ګواښ‌یې متوجې کړې.

د نوموړي په وینا د امریکا له‌خوا د امنیت او سوداګرۍ د پالېسیو د بدلون په عکس‌العمل کې یو شمېر متحدان له واشنګټن لیرې شوي دي.

کوټس د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې ته په خپلو څرګندونو کې وویل:

"چین، روسیه، ایران او شمالي کوریا په زیاتېدونکې توګه له انلاین عملیاتو کار اخلي چې ګڼو لارو یې ذهنونو او ماشینونو ته ګواښ پېښ کړی دی، داسې چې معلومات غلا کوي، زموږ په وګړو کې نفوذ کوي او مهم تأسیسات ګډوډوي."

کوټس همدارنګه وویل، دا ممکنه ده چې د امریکا دښمنان لا دمخه په امریکا کې د ۲۰۲۰ ميلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې پر لارو چارو غور کوي.

دی زیاتوي:

"زموږ ارزیابي دا ده چې بهرني لاس‌وهنو کې به د امریکا د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د یو فرصت په سترګه ګوري، څو خپلې ګټې مخکې کړي. موږ دا تمه لرو چې دوی به په پخوانیو انتخاباتو کې د یو بل له تجربو په ګټې د مداخلې لپاره خپلې وړتیاوې زیاتې کړي او نوې تاکتیکونه به خپل کړي."

د امریکا د ملي استخباراتو رئیس زیاته کړه، دښمن لوري به هڅه وکړي چې په متحده ایالاتو کې ټولنیز او نژداي جنجالونه رامنځته کړي، پر چارواکو باور زیانمن کړي او پر هغو سیاستوالو انتقادونه وکړي چې د روسیې ضد دریځ لرونکي ښکاري.

د ولسمشر ټرمپ د ادعا په خلاف د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس امریکايي سناتورانو ته وویل، دا ډېره ممکنه نه‌ده چې شمالي کوریا د اټمي بې‌وسلې کېدو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

ډان ګوټس وویل، زموږ دا ارزونه د ځینو هغو فعالیتونو په اړه زموږ مشاهدو پیاوړې کړې چې د کوریا ټاپو وزمې د بشپړې اټمي بې‌وسلې کېدو د ژمنې سره په تضاد کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼې ویلي ولسمشر ټرمپ به د راتلونکې میاشتې په پای کې یو وار بیا د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره وګوري.

په تېر جون کې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو په غونډه کې چې سنګاپور کې جوړه شوې د شمالي کوریا مشر ژمنه کړې وه چې د کوریا ټاپو وزمې د اټمي بې‌وسلې کیدو لپاره به کار وکړي، خو د امریکا استخباراتي ادارې وايي، په دې برخه کې د شمالي کوریا هڅې هیله بخښونکې نه‌دي.

جان کوټس د ایران په اړه هم وویل چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په اروپا کې د ترهګرۍ د بریدونو په تړاو د ایران سره د تړلو کسانو وروستۍ نیونې یې د ده په وینا بېلګې دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې ایران افغانستان کې کړکېچ زیاتول غواړي او په عراق، سوریه او یمن کې د شیعه ملېشو ملاتړ کوي.

کوټس همدارنګه د سوریې او عراق په شمول په منځني ختیځ کې د داعش یا اسلامي دولت نومې د ځپل شوې وسله‌والې ډلې په اړه خبرداری ورکړ، د نوموړې په وینا که پر دې ډلې د ترهګرۍ ضد مبارزې فشار کم شي، دا ډله به بېرته ځان پیاوړی کړي.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د سوریې څخه د ۲۰۰۰ امریکايي سرتېرو د بشپړې ایستنې اعلان وکړ او پنټاګون ویلي چې دوی له سوریې څخه وتل پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG