د افغان حکومت اجرائیه ریاست پاکستان ته د ضمیرکابلوف سفر ته په اشارې سره وايي چې سیمه ییز هېوادونه او نړیوال باید د افغان سولې لپاره صادقانه هلې ځلې زیاتې کړي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، هر هغه صادقانه هڅې چې د افغانستان د سولې لپاره په نړیواله او سیمه ییزه کچه کېږي افغانان یې هرکلی کوي.
د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ترورېزم نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ دښمن هم دی، نو په کار دی چې د دغې ستونزې د حل لپاره په ګډه همغږۍ کار وشي.
ښاغلي میثم وايي چې له دې سره په خوا کې په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره باید هڅې زیاتې شي:
"د ترورېزم په وړاندې باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه مبارزه او همغږۍ زیاته شي، څو دوی کمزوري او بینالافغاني خبرو ته کته چمتو شي، تمه لرو چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره صادقانه هلې ځلې زیاتې شي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی، څو د افغان جګړې اړخونه د سولې مستقمیو خبروته وهڅوي.
ښاغلي کابلوف داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو له شپږ ورځنیو خبرو وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
تېر ماښام ښاغلي خلیلززاد په کابل کې د امریکا په سفارت کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره په بحثونو کې یې د لومړي ځل لپاره د پام وړ پرمختګونه درلودل.
په روسیه د امریکا له لوري تور پورې کېږي چې له طالبانو سره مرستې کوي، خو روسیه د مرستو تورنه ردوي، خو له دغې ډلې سره یې د اړیکو خبره تأیید کړې.
د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي، دا چې د افغانستان د سولې لپاره هیلې زیاتې شوې، باید په نړیواله او سیمه ییزه کچه یې ملاتړ وشي.
د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات وايي، که روسیه د افغان سولې په اړه اندېښنې لري، د پاکستان پرځای باید له افغان دولت سره شریکې شي، څو معقولې حل لارې ورته ولټول شي.
نوموړی وايي:
"په ټوله معنی باید روسیه د افغانستان د سولې له خبرو ملاتړ وکړي، که په دې برخه کې اندښنه لري، باید له افغان حکومت سره شریک شي، که کابلوف پاکستان ته سفر کوي، زما اندېښنه دا ده چې د سولې روانې خبرې له یو بل چلنج سره مخ شي، هغه داسې چې روسیه پاکستان ته ووايه چې په طالبانو ځینې غوښتنې ومني، زه فکر کوم چې پاکستان د ضمیر کابلوف سفر د سولې اوسنۍ خبرې پیچلې کولای شي."
تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا خبريالانو ته ویلي و، روسیه هڅه کوي چې د افغان جګړې ښکېلې خواوې د سولې د خبرو لپاره مخامخ سره کینوي.
راپور: رحمت الله افغان