د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

هندي رسنۍ: هندۍ بېړۍ به په هرو ۱۵ورځو کې افغاني محصولات هند ته ولېږدوي


د چابهار بندر
د چابهار بندر

وروسته له دې چې پاکستان د خپل فضايي حریم له لارې له افغانستانه هند ته د افغاني محصولاتو د صادراتو مخه ونیوله، هندي رسنیو ویلي چې هندۍ بېړۍ به په هرو دوو اونیو کې یو ځل، د چا بهار بندر له لارې افغاني محصولات هند ته ولېږدوي.

هندي رسنیو د خپل حکومت د چارواکو له قوله ویلي چې وروسته له دې به هندۍ بېړۍ په هرو ۱۵ورځو کې یو وار د چابهار بندر له لارې، افغاني محصولات هند ته ولېږدوي.

دا خبره وروسته له دې کېږي چې پاکستان په‌دې وروستیو کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو پرمخ د خپل فضايي حریم د تړلو پریکړه وکړه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه کار ته افغان حکومت او سوداګر چمتو دي او په نېږدې راتلونکي کې به د چا بهار بندر د افغان صادرونکو او واردونکو د استفادې وړ وګرځي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د سې شنبې په ورځ په‌‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د چابهار په برخه کې درې اړخېزې تیاریانې نیول شوي، واردات مو د چا بهار د بندر له لارې لرل او انشاءالله له یوې میاشتې نه نیولی، تر درېیو میاشتو به د افغانستان صادرات هم د یاد بندر له لارې د جنوبي اسیا هېوادونو او په تېره هند ته پیل کړو."

چا بهاربندر څه کم څلور کاله مخکې د منځنۍ اسیا د هېوادونو، افغانستان او د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د هوايي چلند په پرتله اسانه او ارزانه وګڼل شوه.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د دغه بندر تخنیکي چارې تر ډېره ځایه بشپړې شوي او څو میاشتې مخکې پرې د هندوستان زرګونه ټنه غنم افغانستان ته هم ولېږدېدل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغان سوداګر په بې صبرۍ سره منتظر دي چې د چابهادر بندر ډېر ژر د افغان صادروونکو پرمخ پرانېستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوی

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي په‌دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"له اقتصادي پلوه چابهار بندر موږ ته ډېر مهم دی ځکه چې په هوايي دهلیز ډېر مصرف راځي. خو په خواشينۍ سره په‌دې برخه هڅې کمزوري دي. څلور کاله کېږي تفاهم مو لاسلیک کړی چې د افغانستان، هندوستان او ایران مکلفیتونه په معلوم دي خو د کاغذ پر مخ پاتې دي."

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرېزې راکړې ورکړې اندازه شاوخوا۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلې چې په تېرو کلونو دومره نه‌وه.

اوس د افغانستان نه وچې او تازه میوې، قالینې، قیمتي ډبرې او داسې نور هند ته صادرېږي.

د افغانستان او هند ترمنځ صادرات او واردات تر ډېره ځایه د پاکستان د لاهور له بندره تیرېږي.

خو د افغان سوداګرو په خبره ډېر ځلي ورته د پاکستان په بندرونو کې ستونزې پیښې شوي دي.

د افغانستان د هوايي چلند مرستیال محمود شاه حبیبي ازادي راډیو ته پاکستان یوازې د هندوستان الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې پر فضايي حریم یې افغانستان ته تیرې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG