د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۱

د ملکي وګړو د خوندیتوب اداره: په ۲۰۱۸ کال کې څه باندې ۶۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

آرشیف/ په پکتیا کې وژل شوي کسان
آرشیف/ په پکتیا کې وژل شوي کسان

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې یا «CPAG» تازه موندنې ښیي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال ۶۶۸۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې تازه موندنې ښیې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پرمهال ۲۶۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰۷۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې مشر عزیز احمد تسل د دوشنبې په ورځ په‌دې اړه یوې غونډې ته وویل چې په وژل شوېو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې مشر عزیز احمد تسل

نوموړي وویل:

"۲۰۱۸ میلادي کال په رېښتیا هم د ملکي تلفاتو له پلوه زړه بوږنوونکی او ناوړه کال و، په‌دغه کال کې ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده زموږ تازه موندنې ښیې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پرمهال ۲۶۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰۷۲ تنه نور ټپیان شوي دي."

د دغې ادارې د موندونو له مخې له یادې مرګ ژوبلې څخه ۴۹،۵ سلنه مرګ ژوبله د دولت ضد ډلو ته منسوب شوې چې ۳۳،۳ سلنه په وسله‌والو طالبانو پورې،۱۶،۳سلنه په داعش ډلې او ۲۷،۴ سلنه نور یې په حکومتي ځواکونو پورې اړه لري.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې موندنې ښیې چې په تېرکال کې ۴۰ داسې ځانمرګي بریدونه رامنځته شوي چې په نتیجه کې یې ۷۴۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۶۸ نور ټپیان شوي دي چې په دغو بریدونو کې داعش ډله او وسله‌وال طالبان پړه بلل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بشري حقونونو خپلواک کمېسیون په ګډون بېلابېلو ادارو د ملکي مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په افغانستان کې د وسله‌والو نښتو او عملیاتو پر مهال تر ۱۰ زره ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په‌دې راپور کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله‌والو بریدونو ته هم اشاره شوې چې وایي، په لېرې پرتو سیمو کې یې خپلې حملې ډېرې کړي او تر ډېره‌یې شیعه اقلیت په نښه کړی دی.

د دولت د وسله‌والو مخالفینو له لوري پر خیریه کارکوونکو، روغتیا پالونکو او دغه‌راز د رسنیو پر کارکوونکو بریدونو ته هم په‌دې راپور کې اشاره شوې ده.

وسله‌ والو طالبانو تازه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې له دې یې د داشان ادعاوو په اړه ویلي چې دوی یوازې یوازې افغان حکومتي ځواکونه او بهرني پوځیان‌یې په نښه کړي دي.

یو شمېر افغان کارپوهان بیا له افغان حکومته غواړي چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې پر داسې طرحو کار وکړي چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه راټيټه شي.

د دفاع وزارت پخوانی ویاند او د چارو کارپوه محمد راد منش په‌دې اړه وویل:

د دفاع وزارت پخوانی ویاند او د چارو کارپوه محمد راد منش

"ملکي تلفات په خواشینۍ سره چې جګړه کې رامنځته کېږي خو پوښتنه داده چې څه باید وشي ترڅو له ملکي تلفاتو مخنیوی وشي، ولې دغه ملکي تلفات رامنځته شوي، ولې تراوسه د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره کار نه‌دی شوی دا ځکه چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخلې روانې دي."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، امنیتي ځواکونه د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې کوي.

خو د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد وویل، دفاعي ځواکونه د ملکي تلفاتو د کمېدو لپاره په عملیاتو کې له خپلو ټولو هڅو کار اخلي.

طالبانو هم مخکې له دې ویلي چې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره هېڅ ډول هڅه نه سپموي.

راپور: ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG