د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

په کندهار کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاين پیل شو


په کندهار کې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین د پیل یو انځور
په کندهار کې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین د پیل یو انځور

په کندهار کې د ۲۰۱۹ مېلادي کال د پوليو ضد واکسین لومړنی کمپاين پیل شو.

چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال د پولیو د واکسین د دغه لومړني کمپاين پر مهال به په کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې پنځه لکه اوشپېته زره له پنځو کلونو کم عمرو کوچنيانو ته د پوليو څاڅکي ورسېږي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقيوم پخلا د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د پوليو پیل شوی کمپاين پنځه ورځې دوام کوي او د کندهار په لسو ولسوالیو کې به کور په کور او په پاتې نورو کې به کلي په کلي او جومات په جومات عملي کېږي.

په کندهار کې د سږ کال د واکسینو د لومړني کمپاین د پیل یو انځور
په کندهار کې د سږ کال د واکسینو د لومړني کمپاین د پیل یو انځور

دی وایي:

"د پوليو د واکسين کمپاين له نن ورځې پيل شو چې پنځه ورځې به دوام وکړي او د کندهار ښار په ۱۷ ولسواليو کي به ماشومانو ته ورسېږي، په دغه پروسه کې د کندهار ښار ترڅنګ په ټولو ولسواليو کې د (۵۶۷۰۰۰) ماشومانو لپاره هدف ورکول شوی دی."

د کندهار د عامې روغتیا رئیس زیاتوي چې په دغه کمپاین کې د روغتياپالانو، ديني عالمانو او قومي مخورو څخه يوه تازه جوړه شوې کمېټه هم د کورنیو د هڅونې او عامه پوهاوي په برخه کې ورسره مرسته کوي.

د کندهار ولایتي چارواکي هم وایي چې د پوليو ویروس د له منځه وړلو مبارزه یې له لمړيتوبونو څخه ده.

د کندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب وایي چې د پوليو د ښه تطبيق لپاره په ولایتي کچه همغږي زياته شوې ده.

ده وویل:

"پوليو يو خطرناک ويروس دی چې پر وړاندې يې مبارزه د هر فرد ملي مسؤليت دی، زه پر ټولو والدينو باندې غږ کوم چې د دغه ډول خطرناکو ويروسونو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپل راتلونکي نسلونه له فلج او نورو ستونزو څخه وساتي."

په کندهار کې په داسې مهال د ۲۰۱۹ مېلادي کال د ګوزڼ ضد واکسينو کمپاين پیلېږي چې په همدې ولایت کې تېر کال د ګوزڼ تر ټولو زياتې پېښې ثبت شوې وې.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG