د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د پوهنې ریاست: د بلخ په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري


آرشیف/ په بلخ کې د یوه ښوونځي انځور
آرشیف/ په بلخ کې د یوه ښوونځي انځور

د بلخ د پوهنې ریاست چارواکي په مرکز مزارشریف او ۱۴ ولسوالیو کې ۳۰۰ ښوونځیو ته د ودانۍ له نشتونه شکایت کوي.

د بلخ د پوهنې ریاست مسؤلان وايي چې په مجموعي ډول دې ولایت کې ۶۰۰ نارینه او ښځينه ښوونځي موجود دي چې له جملې یې نیمايي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په خېمو او یا هم په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

د بلخ د پوهنې ریاست مشر علي امیري ازادي راډیو ته وویل چې د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو د کموالي ترڅنګ، ښوونځیو ته د ودانۍ نشتون د پوهنې د ادارې له اساسي ستونزو دي.

ښاغلي امیري په دې اړه وویل:

"په بلخ ولایت کې له ۶۰۰ ډېر ښوونځي شته چې له جملې یې ۵۰ سلنه ودانۍ نه لري، د ښوونځیو لپاره د ټولګیو نشتون اساسي ستونزه ده چې په مرکز او ولسوالیو کې ورسره مخ یوو."

په بلخ ولایت کې څه باندې ۵۰۰ زره ښځينه او نارینه زده کوونکي په لومړنیو، منځنیو او لېسو ښوونځیو کې په ثانوي تعلیماتو بوخت دي، خو ګن شمېر کورنۍ په ټولنه کې د ناوړه دودونو د حاکمیت او د ښوونځیو لپاره د احاطې او ودانیو د نشتون په خاطر له نهم ټولګي وروسته نجونې نه پرېږدي چې خپلې زده کړې بشپړ کړي.

په بلخ کې د بې ودانۍ ښوونځیو زده کوونکي شکایت لري چې په خلاصه فضا کې درس لوستل دوی له ستونزې سره مخ کړي او د درسي ارامه چاپېریال د نشتون او په ازاده فضا کې درس ویلو له وجهې، په ښوونیزو مطالبو تمرکز نشي کولای.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ د چوبې ولسوالۍ زده کوونکي وايي چې سربېره پر دې چې ورته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه نه ده برابره، په یوه بې احاطې او بې ودانۍ ښوونځي کې یې شتون هغوی له امنیتي او روحي ګواښونو سره مخ کړي.

زهرا حبیب د چوبې لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې ده چې په اړه یې وايي:

"په ښوونځي کې راته په مورنۍ ژبه زده کړې نه راکول کېږي، زده کړې مو هم په میدان کې ترسره کوو، د شور ماشور له وجې نه توانېږو چې څه زده کړو، مونږ هره شېبه په خطر کې یوو، امنیت مو خوندي نه دی او ښوونځی هم ودانۍ نه لري."

ثریا امیري د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د " نوښار کارکړي" لېسي زده کوونکې له ورته ستونزې سر ټکوي.

آرشیف/ د افغان نجونو یو بې سرپنا ښوونځی
آرشیف/ د افغان نجونو یو بې سرپنا ښوونځی

​هغې داسې وویل:

"زمونږ په ښوونځي کې نجونې او هلکان یو ځای درس وايوو، دلته په ښوونځي کې ‌دېوالونه نشته، ټولګی هم نشته، مونږ وېره لرو چې راباندې حمله ونشي، وضعیت ښه نه دی، کله هم چې ښوونکی درس تشرېح کوي، مونږ یې په درس نه پوهېږو، ځکه په خلاصه فضا کې درس ویل ګران کار دی، زمونږ ښوونځي ته باید ودانۍ جوړه شي."

په داسې حال کې چي د بلخ د پوهنې اداره ادعا کوي چې سلګونه ښوونځي دې ولایت کې ودانۍ نه لري چې د پوهنې وزارت ویانده نوریه نهضت بیا وايي چې په روان کال کې به په ټول هېواد کې ۲۷۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي چې بلخ هم یو له هغه ولایتونو دی چې د ښوونځیو جوړولو لپاره د پراختیايي بودجې د ترلاسه کولو سربېره به په دې پروګرام کې هم شامل وي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG