د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د افغانستان د ځينو وزارتونو په ګډون یو شمېر دولتي ارګانونه په یو بل کې مدغم کېږي


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، په دولتي ارګانونو کې د چارو د لا سمون او د مشابه فعالیتونو د یوځای کولو په خاطر پرېکړه شوې چې د وزارتونو په ګډون یو شمېر دولتي ارګانونه یو له بل سره یوځای شي.

دغه کمېسیون وايي، په دولتي ارګانونو کې د تشکیلاتو د پراخوالي او د بودجې د ډېر لګښت مخنیوی، په بېلابېلو ادارو کې د مشابه اجرأتو یوځای کول او په چارو کې د لاسمون او نظم راوستلو په خاطر پرېکړه شوې چې د یو شمېر وزارتونو په ګډون، ګڼ دولتي ارګانونه یو له بل سره یو ځای شي.

د یاد کمېسیون ویاند احمد فرید د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کومې ارزونې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ترسره کړې، د دولت په ټولو جوړښتونو کې ۲۲ مورده شته چې یو تربله وظیفوي تداخل لري، دغه موارد په ځینو ولایتونو کې د بودجې د نامتوازن لګښت لامل شوي او همداشان په مرکز او ولایتونو کې د کارکوونکو د کره شمېرې د تناسب د نشتوالي سبب شوي هم دي، د دې لپاره چې دغو مواردو ته رسېدنه وشي، یو شمېر وزارتونه او نور ارګانونه به په یو بل کې مدغم شي."

د ښاغلي احمد فرید په خبره، دغه لړۍ پیل شوې او د دولت په یو شمېر ارګانونو کې پلې شوې هم ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په تازه فرمان کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د کورنیو چارو له وزارت سره یوځای اعلان کړ.

پخوا تر دې د ښاغلي غني د یوه بل فرمان په اساس، د فواید عامې د وزارت ګڼې مهمې برخې د ټرانسپورت له وزارت پورې تړل شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې د کورنیو چارو له وزارت سره د مخدره موادو پرضد د مبارزې د وزارت د یو کېدو فرمان صادر شوی دی.

د چارو پوهان وايي، حکومت ته پکار ده چې د دولتي ارګانونو د یو کېدو په صورت کې د یو ځای کېدونکي ارګان د کارکوونکو دندو ته تدابیر ونیسي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالشکور دادرس ازادي راډیو ته وویل:

افغان کارپوه عبدالشکور دادرس
افغان کارپوه عبدالشکور دادرس

"په دې برخه کې موږ ډېرو کادرونو او ډېرې مبارزې ته ضرورت لرو او بېکاري یو افت دی چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کوي، ځکه اړ کسان د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره مجبورېږي چې په نورو کارونو لاس پورې کړي، دولت مکلف دی چې اوزګارو ته کار پیدا کړي، نه دا چې هغه کسان چې کار لري، هغه هم اوزګار کړي."

په دې اړه د مخدره موادو پرضد د مبارزې د وزارت اداري مرستیال سید فیصل حسیني ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو له وزارت سره به د دغه وزارت د یوځای کېدو په صورت کې د دوی یو کارکوونکی هم اوزګار پاتې نه شي او له خپل تشکیل سره به د کورنیو چارو له وزارت سره وتړل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG