د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۰

د ننګرهار روغتیایي مسؤلین:د امنيت له ښه والي سره د واکسین د تطبیق ساحه پراخېږي

ارشیف، په کندهار کې یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق یو انځور
ارشیف، په کندهار کې یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق یو انځور

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست د دوشنبې په ورځ په ختیځه سیمه کې د پولیو ضد واکسینو درې ورځينی کمپاین پيل کړ.

د دې کمپاین په پرانيسته کې د عامې روغتيا ریاست د واکسینو امر ډاکتر جان محمد وايي، په روان کمپاین کې به په هغو سیمو کې هم ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي چې پخوا د ناامنۍ له امله پاتې کېدل.

په تېرو کمپاینونو کې شااوخوا ۲۸ زره ماشومان به په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسینو پاتې کېدل، خو د ښاغلي جان محمد په خبره، په روان کمپاين کې به دا شمېره تر ۱۵ زرو راکمه شي.

ده زیاته کړه:

"هغه سیمې چې مخکې موږ هلته ماشومانو ته د نا امنۍ له امله لاسرسی نه درلود، اوس د امنیت په ښه کېدو سره هلته زموږ لاسرسی پېدا شوی، لکه د چپرهار او ځينو نورو ولسواليو کې، نو تقریباً مخکې چې اته ویشت زره ماشومان له واکسینه پاتې کېدل، اوس به دا شمېر تر پنځلس زرو راکم شي."

د ننګرهار د حج او اوقاف ریاست د مسجدونو امر مولوی ګل نبي وايي، د واکسینو په ښه تطبیق کې د کورنيو مشران مکلف دي چې خپل اولادونه واکسین کړي.

نوموړي پر ټولو علماوو غږ وکړ چې د ممبر له لارې دې د کورنیو مشران خپل مسؤلیت ته متوجې کړي.

ده وویل:

"د جمعې د ورځې خطیبان او د مسجدونو پر ملاامامانو غږ کوم چې هغوی د منابرو له لارې پر خلکو غږ وکړي چې دا د کورنیو مسؤلیت دی چې اولادونه واکسین کړي او دې برخه کې موږ ټول باید همکار و اوسو."

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د پولیو ضد واکسینو په روان کمپاین کې په پام کې لري چې په ختیځه حوزه کې ۱۱ لکه ماشومان واکسین کړي چې له دې جملې اووه لکه په ننګرهار کې دي.

راپور: شاه محمود شینواری

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG