په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره "نی" وایي، د سولې اړوند په روانو خبرو کې رسنۍ او د بیان ازادي څنډې ته او هېر شوي دي.
دغه اداره ټینګار کوي چې د سولې د خبرو په پروسه کې دې د بیان د ازادۍ لاسته راوړنو ته ځای ورکړل شي او د دغو خبرو ټول جریان دې له رسنیو سره شریک شي.
د دغې ادارې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۸» په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د څو دوره مذاکراتو په لړ کې دغه لاسته راوړنې څنډې ته شوې دي.د نی ادارې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر
ښاغلي خلوتګر د سولې مذاکره کوونکو نه د دغې ادارې غوښتنې داسې څرګندې کړې:
"د بیان ازادۍ ته باید د یو ارزښت په توګه په هر هغه سند کې چې د سولې د خبرو پایلې پهکې نغښتې وي ځای ورکړل شي، دوهم دا چې د سولې د خبرو په پای کې چې که د سولې د رامنځته کېدو لامل ګرځي د افغانستان د رسنیو کورنۍ ته د رسنیو او د بیان د ازادۍ د ملاتړ یو تضمین ورکړل شي، درېیم دا چې رسنۍ باید د سولې اړوند خبرو له جزئیاتو چې که د دغې پروسې په زیان نهتمامېږي هم پوه شي."
ښاغلي خلوتګر دا هم وویل چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین باید د هېڅ یوې سولهییزې هوکړې پر بنسټ ونهبخښل شي او په خبرهیې د افغانستان حکومت او ښکېلې غاړې دې دغه حکم په پام کې ولري.
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو څلور پړاونه پای ته ورسول او د وروستي پړاو خبرو د جزئیاتو د شریکولو لپارهیې تېره ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
په ورته وخت کې ولسمشر محمد غني د دوشنبې په ورځ د یو پیغام له لارې په هېواد کې د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویېویل چې پهدغې پروسه کې به د ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او د وګړو اساسي حقونه خوندي شي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ ژمنه دا ده چې سوله ټینګه کړو او د هر ډول فاجعې او پاشېدلو مخنیوی وکړو، خو ځيني ارزښتونه شته چې بحث ته اړتیا نهلري، لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، قوي او کارنده مرکزي دولت او د هېواد د وګړو اساسي حقونه."
له دې سره یو شمېر خبریالان وایي، که د سولې د خبرو په پروسه کې د رسنیو او د بیان ازادۍ ته ارزښت ورنهکړل شي د کار او دندې سره به د دوی په مینه او لېوالتیا اغېز وکړي.
ښاغلی خلوتګر وایي، هېڅ یو حرکت باید د ازادو رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لامل ونهګرځي، داسې حرکت چې د افغانستان ۱۷ کلنې لاسته راوړنې یې په پایله کې لهمنځه لاړې شي.
راپور: فېروزه عزیزي