د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

تمه ده طالبان او امریکايي استازي د فبرورۍ په ۲۵مه بیا سره کېني


ارشیف، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او طالب استازی عباس ستانکزی
ارشیف، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او طالب استازی عباس ستانکزی

تمه ښودل شوې چې د امریکا متحده ایالاتو استازي او طالبان به د فبرورۍ په ۲۵مه بیا سره کېني.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې دی او تمې داسې ښودل شوي چې دی به تر یوې میاشتې په لنډ وخت کې بیا له طالبانو سره وګوري.

دا خبره د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام پرون روېټرز اژانس ته کړې او ویلي يې دي احتمالاً طالبانو او امریکايي استازو د فبرورۍ ۲۵مه د بیا ځلي لیدنې لپاره ټاکلې وي.

روېټرز لیکي:

دوی د دوهم وار لیدنه هغه وخت پلان کړه چې د شنبې په ورځ‌یې په دوحه کې خبرې د افغان ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په سر د یوه هوکړه‌لیک د مسودې په بشپړولو پای ته ورسولې.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

خلیل‌زاد د شنبې په ورځ کابل ته ستون شوی او تمه وه چې د یکشنبې په ماښام له افغان ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

هغه ویلي، په هېڅ څه موافقه نه‌ده شوې تر هغه چې په ټولو مسایلو موافقه وشي او په ټولو مسایلو کې باید بین‌الافغاني مذاکرات او جامع اوربند شامل وي.

طالبانو ویلي چې د دوحې په شپږ ورځنیو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او نورو ټولو مسایلو پرمختګ شوی، خو راتلونکو ناستو ته اړتیا ده.

پاکستان چې د امریکایانو او طالبانو د خبرو د اسان چارۍ ادعا کوي دواړه مُلکي او پوځي برخې یې وايي، د دې خبرو له کامیابېدو پاکستان ډېره زیاته ګټه ترلاسه کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پرون په متحده عربي اماراتو کې د ځینو خبریالانو پوښتنې ځوابولې.

ده وویل:

"موږ ګورو چې له یوه ډېر اوږد مزل او هڅو وروسته په سم لور روان یو. که د افغانستان او امریکا ترمنځ معاملې او د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې کامیابېږي په نتیجه کې یې پاکستان ته ډېره زیاته ګټه رسېږي."

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري

چوهدري زیاته کړه چې پاکستان به د سیمې د ثبات لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

ورته خبرې د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور هم پرون په شمالي وزیرستان کې خبریالانو ته وکړې او ویې‌ویل چې د افغانستان سوله او ثبات پاکستان ته هم اهمیت لري.

افغان حکومت وايي چې د امریکا هڅه به دا وي چې د افغان حکومت او طالبانو د مستقیمو مذاکراتو زمینه برابره کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني چې په وار وار یې د سولې په خبرو کې د سیمې د هېوادونو ښکېلول اړین بللي د سویس په داووس کې تېره اوونۍ دا پوښتنه چې ایا روانې خبرې به ژر نتیجه ورکړي؟

افغان ولسمشر اشرف غني د داووس په غونډه کې
افغان ولسمشر اشرف غني د داووس په غونډه کې

داسې ځواب کړه:

"له هغه پلوه نه، ښایي بریا وجود ولري، خبرې اترې وجود ولري او د دې خبرو «محتوا» باید د دوهم ځل لپاره شریکه شي. په خبرو اترو کې چې سیمه شامله نه‌وي، تداوم به ونه‌مومي."

ولسمشر غني دا هم ویلي چې سوله یوه اړتیا ده او جنګ باید ختم شي خو دا چې "موږ یوه مشخصه نېټه ترلاسه کړو اسانه کار نه‌دی."

د افغانستان د سولې عالي شورا، ولسي جرګې او یو شمېر عامو خلکو د قطر په کوربه‌توب د طالبانو او امریکایي استازو له وروستۍ ناستې ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې طالبان باید له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته کېني.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG