د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۳۷

اوریا: د افغانستان ژغورنې د لوی ملي ائتلاف سیاسي عمر پای ته ورسېد


آرشیف/ د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا
آرشیف/ د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند وايي، د دغه ائتلاف سیاسي عمر په څو انتخاباتي ټيمونو کې له تقسیم سره پای ته ورسېد.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې څو میاشتې وړاندې له جوړېدو سره يې انتخاباتو ته له یوه قوي ټیم سره له راتلو ویلي وو، خو د دغې سیاسي حرکت ویاند په وینا، اوس د ائتلاف عمر پای ته رسېدلی دی.

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف بیرغ
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف بیرغ

​فضل الرحمان اوریا چې د ائتلاف له جوړېدو راهیسې د ائتلاف په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي، د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له دې وروسته ائتلاف نشته، ځکه د ده په باور، د ائتلاف مهم غړي په بېلابېلو انتخاباتي ټيمونو وېشل شوی دی.

ده وویل:

"مونږ نور د افغانستان لوی ملي ائتلاف نشو ویلای، ښه ده چې ووایو چې دا ائتلاف تقسیم شو، بلکې په بېلابېلو انتخاباتي ټیمونو وپاشل شو او نور يې سیاسي ژوند پای ته رسېدلای دی."

خو د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق د ډېرو معلوماتو له ورکولو پرته وايي، دوی اوس هم د ائتلاف له مهمو غړو سره په اړیکه کې دي.

د افغانستان ژغورنې په نوم لوی ملي ائتلاف تېر کال هغه مهال جوړ شو چې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور او د اجرائیه ریاست پخواني دوهم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې د عبدالرشید دوستم سره وکتل.

له ډېرو هڅواو کابل ته د عبدالرشید دوستم له راستنېدو وروسته دغه ائتلاف په تېر اوړي کې په کابل کې د موجدیت اعلان وکړ.

د دغه ائتلاف غړو بیا بیا ویلي وو چې له یوه پیاوړي ټيم سره به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې راښکاره شي.

جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او جنبش ګوندونه د دغه ائتلاف د جوړوونکو ډلو کې راځي.

خو د خلکو اسلامي ګوند مشر محمد محقق چې د دغې ائتلاف غړی هم و، اوس د محمد حنیف اتمر له انتخاباتي ډلې سره یو ځای شوی دی.

عبدالرشید دوستم هم له دغه ائتلافه لارې بېلې کړي او اوس د عبدالله عبدالله له انتخاباتي ټیم سره یو ځای شوی دی.

جمعیت اسلامي هم چې د ملي ائتلاف له جوړوونکو و، اوس يې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له ښاعلي عبدالله ملاتړ اعلان کړی دی.

په همدې ډول له حراست او ثبات شورا یونس قانوني له حنیف اتمر سره یو ځای شو او زلمي رسول هم د یوه کاندید په توګه انتخاباتو ته نوم لیکنه کړې ده.

خو د ائتلاف له پاشل کېدو سره دا شورا وايي چې تشکیل يې په خپل ځای پاتې دی.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي چې دوی د خپلو کسانو د پرېکړو درناوی کوي، خو شورا یا له کوم انتخاباتي ټیم څخه د ملاتړ پرېکړه نه ده کړې.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال

​ده وویل:

"تګ د دوی خپل حق دی چې باید تللي هم وای او هیله ده چې د افغانستان په ګټه وي، خو د حراست او ثبات شورا تر اوسه څه پرېکړه نه ده کړې او نه يې هم له کوم ټيمه ملاتړ کړی دی."

ښاغلی ترشتوال دا هم وايي چې له دې کار سره هم شورا په څو برخو نه ده وېشل شوې او پر خپل قوت پاتې ده.

دی ډېرو انتخاباتي ټیمونو ته په کتو د جمهوري ریاست له کاندیدانو غوښتنه لري چې دوی ملي ګټې او انتخاباتي اصول په پام کې ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG