د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د جلال اباد ښاروالۍ ۱۴۷۵ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې


په ننګرهار کې د غصب شوې ځمکې د راګرځولو کمپاین
په ننګرهار کې د غصب شوې ځمکې د راګرځولو کمپاین

د جلال اباد ښاروالۍ د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ په همکارۍ ۱۴۷۵ جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړې او په ځينو ښارګوټو کې یې خلکو ته درې مياشتې وخت ورکړی چې پر غصب شویو ځمکو جوړې شوې ودانۍ او مارکېټونه تخليه کړي.

د جلال اباد ښاروال ریاض درمل وايي، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمپاین يې د ښار د انکشافي پلان د تطبیق په خاطر پیل کړی او تر راتلوونکو ۳ مياشتو پورې به ټولې سیمې له غاصبینو راوګرځوي.

په ننګرهار کې د غصب شوې ځمکې د راګرځولو د کمپاین یو انځور
په ننګرهار کې د غصب شوې ځمکې د راګرځولو د کمپاین یو انځور

د درمل په خبره، په روان کمپاین کې د جلال اباد ښار شرقي لوري ته د سرخ دېوال په سیمه کې ۱۲۵۰ جریبه، د ښار دننه د مېوې منډوي په سیمه کې ۲۵ جریبه او دوه سوه جریبه نوره په قاسم اباد ښارګوټي کې له غاصبینو راګرځولې او دا لړۍ روانه ده.

دی وایي:

"دا ځمکې چې غصب شوې وې، تاسو وليدې، چا سنګکاریانې کړې وې او چا ودانۍ جوړې کړې وې، هغه تخریب شوې او پاتې نورو نه استحزاري اخیستل شوې چې په راتلوونکو درېيو مياشتو کې ځایونه تخليه کړي."

د ننګرهار والي حيات الله حيات وايي د ولسمشر د حکم پر اساس به ټولې غصب شوې ځمکې بېرته راګرځوي او دارنګه خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د ځمکو د وېش په برخه کې به حق حقدار ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ اراده هماغه ده لکه په اوله ورځ مو چې ولسونو سره ژمنه کړې وه چې یوه لوېشت د ولس ځمکه پر دولت نه خورو او یوه لوېشت د دولت ځمکه غېر قانوني بل ته نه پرېږدو، ولې د دې ترڅنګ ولس حق لري او دولت مکلفیت لري چې ولسونو ته د سرپنا او نورو برخو کې هر ډول اسانتياو ته تیاری ونیسي، موږ په دې عقېده لرو."

ارشیف، د ننګرهار والي حيات الله حيات
ارشیف، د ننګرهار والي حيات الله حيات

په ورته وخت کې ښاریان د ښاروالۍ له روان کمپاینه خوښ دي او وړانديز يې دا دی چې د غاصبينو پرضد دا کمپاین د ښار نورو برخو ته هم وغځوي.

دوی وایي:

"زما نوم صفي الله د جلال اباد ښار اوسېدونکی یم، دا کوم کمپاین چې د غاصبینو پرضد پيل شوی، ښه عمل دی، زموږ غوښتنه داده چې لومړی باید هغه سیمې له غاصبینو راوګرځول شي چې د ښار دننه دي او همداسې دې نورو سیمو ته هم وغځول شي."

"ابوبکر اتل یم د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی، د سرخ دېوال په سیمه کې چې څه ډول د غاصبینو پرضد کمپاین وشو، زموږ غوښتنه داده چې دننه په ښار کې هم غصب شوې سیمې باید راوګرځول شي، ځکه همدې د غصب ځمکو د ښار نقشه خرابه کړې ده."

د جلال اباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په ټول ښار کې ۳۵۰۹ جریبه ځمکه غصب شوې وه چې له دې ډلې ۱۴۷۵ جریبه ځمکه راګرځول شوې او تر راتلوونکو درېيو مياشتو پورې به نورې سیمې هم له غاصبينو راوګرځول شي او په دې ساحو کې به د ښار پرمختیايي پلان عملي کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG