د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ساحلي فوټبال لوبډلې راتلونکو لوبو ته تمرینات پیل کړل


د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبغاړي
د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبغاړي

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې راتلونکو لوبو ته د چمتووالي په خاطر نن په کابل کې تمرینات پیل کړل.

د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغو تمریناتو کې د فوټبال د ساحلي ملي لوبډلې شل لوبغاړي ګډون کوي او د یوه ایراني روزونکي له خوا روزل کېږي.

دی وايي، د ساحلي فوټپال ملي لوبډله به د مارچ په میاشت کې د اسیا د اتلولۍ او له هغې وروسته د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG