د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کېپتان سرفراز احمد د نژادپالنې له قانونه د سرغړونې په خاطر له ۴ سیالیو بې برخې کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي نن یکشنبه تأیید کړه چې سرفراز احمد منلې چې د نژادپالنې له قانونه یې سرغړونه کړې ده.
ده د سې شنبې د ورځې په سیالۍ کې د جنوبي افریقا یوه تورپوستي لوبغاړي ته د نژادپالو خبرو په خاطر بښنه وغوښته.
د سرفراز احمد پر ځای شعیب ملک نن د جنوبي افریقا په وړاندې د پاکستان د ټیم کېپتاني په غاړه لرله.