د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د بشر حقونو کمېسیون د هلمند په سنګین کې د ملکي مرګ ژوبلې شفافه څېړنه غواړي


د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال احمد صدیقي
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال احمد صدیقي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د هلمند په سنګین کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په يوه هوايي حمله کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د شفافو او عادلانه څېړنو غوښتنه کوي.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دغه کړنه غندي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د دا شان پېښو له عاملینو سره جدي چلند ونشي، ورته پېښې به په بیا بیا تکرارېږي.

دی وایي:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا عمل په کلکه توګه غندي، دا د بشري حقونو خلاف کړنه ده، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پېښه په شفاف او عادلانه توګه وڅېړل شي او هغه کسان چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو لامل شوي دي، باید د قانون او بشري حقونو د اصولو له مخې ځواب ووايي."

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د تېرې چهارشنبې په ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په يوه هوايي حمله کې چې ویل کېږي د ملکي خلکو پر دوو کورونو شوي، ۱۶ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

تر دې وړاندې د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان ویلي وو چې په سنګین ولسوالۍ کې پر یوه ملکي کور د هوایي برید په نتیجه کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

هلمند له دې وړاندې د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر د میاشتې په ورستیو کې هم د يوې خونړۍ هوايي حملي شاهد و چې په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په يوه هوايي حمله کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او يو شمېر نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو سازمان د وروستي راپور له مخې، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په ورستیو کې خپور شوی، ښيي چې په دغه کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې تر درېیو سوو زیات کسان وژل شوي او تر ۳۵۰ زیات ټپيان شوي هم دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت په سنګین کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د جدي څېړنو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید وایي، د دغې پېښې د څېړلو لپاره يو پلاوی ټاکل شوی چې خپلې څېړنې یې پیل کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

ده وویل:

"د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې زموږ عملیات روان وو، په دغو عملیاتو کې وسله والو طالبانو او ترورېستانو ته درنه مرګ ژوبل اوښتې ده، د دوی د وسلو زېرمتونونه له منځه وړل شوي دي، بیا داسې راپورونه موږ ترلاسه کړل چې هلته ملکي مرګ ژوبله رامنځته شوې چې موږ د دې موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوی ټاکلی چې موضوع په هر اړخیزه توګه څېړي چې نتایج به یې له تاسو سره شریک کړو."

په افغانستان کې په هوايي حملو کې د ملکیانو مرګ ژوبله هغه څه دي چې به وار وار یې غبرګونونه راپارولي، خو اړوندو مسؤلینو بیا ویلي چې دوی د هوايي حملو پر مهال له بشپړ احتیاطه کار اخلي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG