د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

پوهنې وزارت د افغان ځواکونو له لوري پر افغان ترک ښوونځيو د برید راپورنه ردوي


د افغانستان د پوهنې وزارت په بلخ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پر افغان ترک ښوونځيو حمله شایعات بولي او وایي چې افغان امنیتي ځواکونه د هغو ښوونځيو د امنیت لپاره وو چې د ترکیې پوهنې بنسټ ته د دغو ښوونځيو د مدیریت پروسه په سمه توګه انتقال شي.

دغه وزارت په بلخ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پر افغان ترک ښوونځيو د حملې راپورنه ردوي او وایي، د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د افغان ترک د ښوونځيو د مدیریت پروسه په بریالۍ توګه انتقال شوې ده.

د دغه وزارت ویاندې نوریې نضهت نجرابي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په درې ولایتونو هرات، جوزجان او بلخ کې د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د افغان ترک د ښوونځيو د مدیریت پروسه په سوله ییزه او بریالۍ توګه لېږدول شوې ده.

اغلې نجرابي وایي، ټاکل شوې چې ډېر ژر دغه پروسه په کابل او کندهار کې هم عملي شي.

دې زیاته کړه:

"د انتقال پروسه کاملاً په سوله ییزه توګه ترسره شوې او هلته د امنیتي ځواکونو، ښوونکو او زده کوونکو تر منځ کومه شخړه نه ده شوې، یوازې د ښوونځيو د امنیت د ټینګښت لپاره افغان امنیتي ځواکونو له سیمې لېرې ولاړ وو او هغه اصطلاح له بده مرغه کارول شوې چې ګنې امنیتي ځواکونو حمله کړې، دا شایعات دي چې لمن ورته وهل کېږي."

اغلې نجرابي وایي، په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د افغان ترک د ښوونځيو د انتقال د پروسې تر پای ته رسېدو وروسته به د ښوونځيو، ښوونکو، لیلیو او د زده کړو د بورسونو په برخو کې زده کوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په بلخ ولایت کې د افغان ترک ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو ویلي چې تېره شپه د هغه ولایت پولیسو پر دغو ښوونځيو حمله کړې او د ۵۰ زده کوونکو ترڅنګ ۷ ترک ښوونکي یې هم له ځانه سره بیولي دي.

په ورته وخت کې د افغان ترک ښوونځيو د زده کوونکو د کورنیو کمېټې او یو شمېر ښوونکي د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په بلخ ولایت کې د امنیتي ځواکونو دغه کړنه وغندله.

د افغان ترک ښوونځيو دوو ښوونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"خواشینې یم، په وحشي ډول زموږ د ښوونځيو لیلیو ته ننوتل او المارۍ یې راخلاصې کړې."

"دغه کړنه ناجایزه ده او حکومت ولې نشي کولای چې له دغه ډول کړنو مخنیوی وکړي."

افغان ترک ښوونځيو له لسو زیاتو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود، خو په ترکیه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال له کودتا وروسته د هغه هېواد حکومت له افغان حکومته وغوښتل چې د دغو ښوونځيو مدیریت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپاري، ځکه د ترکیې حکومت فتح الله ګولن چې د افغان ترک د ښوونځيو مشري یې پر غاړه وه، د دغې کودتا پر طراحۍ تورن کړی و.

له هغې پېښې وروسته یعنې یو کال وړاندې د دواړو هېوادونو د پوهنې وزارتونو تر منځ په افغانستان کې د افغان ترک د ښوونځيو د مدیریت د انتقال د پروسې هوکړه وشوه.

ویل کېږي چې له دې وړاندې هم د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د دغو ښوونځيو یو شمېر ښوونکي نیول شوي وو چې له دې شمېره دوه ښوونکي له ۱۳میاشتو راپه دېخوا کورنی بند تېروي.

خو د افغان ترک د ښوونځيو مسؤلینو تازه ویلي چې دغه دوه ښوونکي سویډن هېواد ته کډوال شوي دي.

له دې سره د بلخ ولایت امنیه قوماندان محمد اکرام سامع له ازادي راډيو سره په خبرو کې سره له دې چې د افغان ترک د ښوونځيو د مدیریت د انتقال پروسه سوله ییزه بولي، خو وایي، یو شمېر شکمن کسان نیول شوي دي.

آرشیف، د بلخ ولایت امنیه قوماندان محمد اکرام سامع
آرشیف، د بلخ ولایت امنیه قوماندان محمد اکرام سامع

دی وایي:

"دغه موضوع تېره ورځ کاملاً په سوله ییزه توګه تطبیق شوه، یو شمېر شکمن کسان هم امنیې قوماندانۍ ته انتقال شول، خو له څېړنو وروسته خوشې کړای شول، خو شپږ کسان چې د افغان ترک ښوونځيو د ښوونکو له ډلې دي، تر څېړنو لاندې دي چې د ولایت مقام د رهبرۍ د پرېکړې تر نیولو وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي."

ښاغلی سامع وایي، د دوی دغه اقدام د کورنیو چارو وزارت په لارښونه ترسره شوی دی.

وموغوښتل چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو هغوی په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په کابل، کندهار، هرات، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د افغان ترک ۱۲ ښوونځي فعالیت کوي.

ترکیه له یوې لسییزې راپه دېخوا په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، د ښوونځيو د ودانیو په جوړولو او د سولې د ټينګښت په برخه کې هڅې او همکاري کوي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG