د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د قطر د دفتر د رئیس په توګه د ملا برادر ټاکل کېدو ته د سولې د شورا هیله مندي!


د افغانستان د سولې عالي شورا د قطر د سیاسي دفتر د رئیس په توګه د ملا عبدالغني برادر ټاکل کېدل د سولې د خبرو د پياوړتیا لپاره ګټور بولي.

د قطر د سیاسي دفتر د رئیس په توګه د ملا عبدالغني برادر له ټاکل کېدو يوه ورځ وروسته د افغانستان سولې عالي شورا د دغې پرېکړې هرکلی او ستاینه کوي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ملا برادر د سولې په مستقیمو خبرو او بین الافغاني مذاکراتو کې مهم رول لرلای شي.​

آرشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم
آرشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم

​دی وایي:

"د ملا برادر د راتګ مثبته نقطه دا ده چې هغه په قطر کې د طالبانو د پرېکړو لپاره ګټور تمامېږي او د هغه کاري مخینې ته په کتو، د هغه دا مسؤلیت د سولې د خبرو د پياوټيا سره مرسته کوي، په ځانګړې توګه د هغو خبرو په برخه کې چې موږ غواړو د افغانستان له خلکو سره وشي."

وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملا عبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی او دا اقدام له امریکایي لوري سره د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو د ښه ترسره کولو په هدف شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د ملا برادر په ټاکل کېدو سره به د طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی د پخوا په شان له امریکايي لوري سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي او کوم خاص بدلون به په کې رانشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب پلاوي د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه له امریکايي استازو سره د قطر په دوحه کې خبرې پيل کړي چې د يو شمېر راپورونو له مخې، دغه خبرې به پنځمه ورځې دوام لري.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د ډلې يو له لوړ پوړو چارواکو څخه ګڼل کېږي، د روان لمریز کال په لړم میاشت کې په پاکستان کې له زندانه ازاد شو.

ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شوی و.

افغان چارواکو څو څو ځلې د نوموړي د خلاصون غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې ښاغلی برادر د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولای شي.

ښاغلی برادر د طالبانو د ډلې پخوانی مشر او يو له هغو کسانو څخه شمېرل کېږي چې د ملا محمد عمر سره يې ډېرې نږدې اړیکې لرلې.

ملا عبدالغني برادر د څلورو هغو کسانو له ډلې يو دی چې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې یې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو ډله رامنځته کړه.

ملا برادر په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له سقوطه وروسته د کوېټې شورا رهبري پر غاړه لرله.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار که څه هم د قطر د دفتر د مشر په توګه د ښاغلي برادر ټاکل کېدل ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې د افغانستان سیاسي مسایلو د هواري لپاره باید سیمه ییزه همغږي رامنځته رشي.

آرشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار
آرشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار

​ده زیاته کړه:

"دې کې شک نشته چې د هغه (ملا برادر) راتګ اسانتیاوې رامنځته کوي، خو د افغانستان په قضیه کې سیمه ییزې، نړیوالې او د پاکستان همکارۍ ته اړتیا ده، تر کومې چې تفاهم رامنځته نشي، سیاسي حل لاره ستونزمنه ده."

نوموړی د سولې د روانو هڅو په لړ کې د افغان حکومت فعاله ونډه مهمه بولي، خو اندېښنه ښيي چې که پرته له سیمه ییز تفاهمه د سولې خبرې نتیجې ته ورسېږي، نو افغانستان به په سیمه کې له يوې بلې شخړې سره مخ شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG