د نشه يي موادو د جوړېدو پر کارخانو د نظامي بريدونو له امله څو زره کيلو ګرامه نشه يي مواد له منځه وړل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې په هلمند، فراه او بدخشان ولايتونو کې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې تر هوايي بريدونو وروسته دغه ډول بريدونه کابل او شااوخوا نورو ولايتونو ته هم غځېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په تېره یوه میاشت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په کابل، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د نشه يي موادو د تولید څو کارخانې ویجاړې کړي او په زرګونو کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد یې سوځولي دي.
ده وویل:
"ّپه تېره یوه میاشت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت پولیسو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې (۷۵) زره کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي، په دې برخه کې ډېر فعالیتونه شوي دي، زموږ هڅه دا ده چې د نشه يي موادو د تولید کارخانې ویجاړې شي، ځکه چې ګټه يې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي."
د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نومونو یو لېست خپور کړ چې په دې لېست کې د نږدې دېرشو کسانو د نیولو حکم هم صادر شوی و.
ښاغلی رحیمي وايي، دوی اوس د نشه يي موادو کارخانو او هغو لارو ته خپل پام اړولی چې د نشه يي موادو د قاچاقو کاروانونه ځنې تېرېږي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او سیاسي کارپوه میرزا محمد یارمند وايي چې د امنیت د خرابوالي له امله اوس د نشه يي موادو قاچاق کوونکو او جوړوونکو خپل لابراتوارونه او نور وسايل کابل ته نږدې ولایتونو او مرکزي سیمو ته وړي دي.
ده زیاته کړه:
"دا چې اوس امنیتي وضعيت خراب شوی، نو د نشه يي موادو قاچاق کوونکو او جوړوونکو خپل لابراتوارونه داسې سيمو ته وړي چې هلته څه ناڅه امنیت دی، په کار ده چې موږ د سیمې او نړیوالو هېوادونو په ګډه همکارۍ د نشه يي موادو پر خلاف مبارزه وکړو."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ولسي خلکو غواړي چې د نشه يي موادو د جوړوونکو او قاچاق کوونکو د نيولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
خو ښاغلی یارمند بیا افغان دولت ته وړاندیز کوي چې بزګرانو ته دې د عامه پوهاوي ترڅنګ د بدیل کښت زمینه هم برابره کړي.
راپور: مرسلین ارسلا