پهداسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې دوام لري، افغان ښځې د طالبانو له بېرته راتګ څخه اندېښمنې دي چې بېرته د پخوا غوندې چلند ورسره ونهشي.
د طالبانو د رژيم پر مهال چې د افغانستان د اسلامي امارات په نوم له ۱۹۹۶ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې يې دوام وکړ، ښځې له کاره منع وې، کله چې به له کوره دباندې وتلې، باید چادري يې اغوستې وی او پرته له نارینه له کوره نهشوی وتلې.
خو اوس طالبان وايي، دوی تغيیر کړی او افغانستان به په اوسنۍ پرمختللې بڼه پر مخ وړي.
- روشن مشعل
روشن مشعل د طالبانو د دورې پر مهال په خپل کور کې ګڼو نجونو ته لیک او لوست ورزده کاوه.
دوی به درسي کتابونه د پټاټو يا کچالو په کڅوړو کې له ځان سره وړل.
د مېرمن مشعل لورانو وروسته له هغه ښوونځی ولوست او پوهنتون ته شاملې شوې.
دوی اوس د اقتصاد او طب په برخو کې د فراغت سندونه تر لاسه کړي.
خو روشن مشعل د راتلوتکي په اړه اندېښمنه ده چې داسي نهوي طالبان یو ځل بيا د حکومت یوه برخه ترلاسه کړي او د ښځو پر زدهکړو او کار بنديز ولګوي.
مېرمن مشعل د افغانستان د لومړۍ مېرمنې رولا غني مرستياله ده.
دا وايي، لومړۍ مېرمنې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د ښځو په اړه يوه سروې کړې چې د سولې په پروسه کې د خپل غږ د پياوړتيا غوښتونکې دي.
ټاکل شوې ده د دوی د نظرياتو خلاصه په فبرورۍ مياشت کې د يوه راپور په بڼه خپره شي.
د لومړۍ مېرمنې دغې مرستيالې روېټرز خبري اژانس ته ويلي، نارينه جګړه پيلوي او همدوی جګړې ته د پای ټکی ږدي.
د دې په وينا، د جګړې په صورت کې تر ټولو زیات زیان ښځو او کوچنیانو ته رسېږي او هغوی حق لري د سولې په پروسه کې برخه ولري.
د حکومت او مخالفانو دواړو لورو ښځې له دوو لسيزو راهیسي له جګړې زیانمنې شوي.
ملګرو ملتونو د تېر کال پر مهال په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو د هوايي عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د دغو حملو په نتيجه کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او کوچنیانو تلفات زیات شوي دي.
د انسانانو د برابرو حقونو د مدافعينو په وينا افغانستان تر اوسه د ښځو لپاره د ژوند کولو مناسب ځای نهدی.
پهدې هېواد کې د په زوره ودونو، د تاوتريخوالي او د ميندو د مړينې کچه لوړه ده.
خو د پارلمان یو شمېر افغانې غړې او ځیني بهرني ډیپلوماتان په افغانستان کې د جنسي برابرۍ په برخه کې اندېښنه لري.
دوی وايي، د نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په خبرو کې پر دې تمرکز کېږي چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او دا چې سخت دريځي د نړۍ پر نورو هېوادونو د حملو لپاره افغانستان د خوندي ځای په توګه ونهکاروي.
په کابل کې یوه لوړپوړي ډیپلومات چې هېواد يې په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتيا په برخه کې پروژې عملي کوي، وايي دا پیل دی.
- پوښتنه دا ده چې هغوی پهدې بهير کې تر کومه حده د ښځو موقف مني؟
ده زیاته کړه، د ښځو په برخه کې پر شاتګ ممکن دی، خو د دوی د بشپړ پر شاتګ هېڅ امکان نهلري.
دې لوېديځ ډیپلومات روېټرز ته ويلي، د پر شاتګ امکانات شته، خو هيلهيې دا ده چې د ښځو وضعیت هغسې نهشي لکه د طالبانو د دورې پر مهال چې وو.
خو د ښځو د حقونو یوې فعالې ثریا صبحرنګ ازادي راډيو ته وويل، نه افغانان، نه نړيواله ټولنه او نه هم د حکومت ضد سخت دريځي داسې دي لکه د طالبانو د دورې پر مهال چې وو.
دې خپل نظر داسې څرګند کړ:
"په هر صورت کې د نړيوالې ټولنې غوښتنه بدله شوې ده. موږ پوهېږو سوله زموږ د ټولنې غوښتنه ده. موږ وايو سوله بايد مثبته وي. موږ نهغواړو یو استبدادي امنیت راشي. زموږ ټينګار همدا دی چې پرته له عدالته او برابرۍ سوله ممکنه نهده."
په افغانستان کې د طالبانو د دورې پر مهال له کوره دباندې د ښځو پر کار کولو بنديز وو.
دباندې يې باید چادري اغوستې وی او پرته له نارینه له کوره دباندې نهشوی وتلی، خو طالبانو ويلي، دوی اوس بدل شوي دي.
که په حکومت کې برخه ولري، ښځې کولای شي ښوونځي ته لاړې شي او کار وکړي.
ذبیحالله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي، روېټرز خبري اژانس ته ويلي، موږ غواړو له اوسني پرمختګ سره سم لاړ شو، خو د ده په وينا، اصلاحاتو او تغيیراتو ته اړتیا ده چې دوی بهيې لپاره مبارزه کوي.
- کريمه رحيميار
خو د کريمې رحيميار غوندې ډېری افغانانې پهدې باور دي چې د طالبانو دا ژمنه کافي نهده.
کريمه رحيميار يوه افغانه ده چې لومړی مېړهيې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې طالبانو په کندز کې وواژه او دوهم مېړهیې هم طالبانو زنداني او ټپي کړ.
دا د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې شوه.
کریمه د ډېری افغانانو غوندې د سولې له خبرو ناهيلې ده او غواړي چې په هېواد کې حملې پای ته ورسېږي.
دا وايي، که د سولې په برخه کې تضمين نهوي، ښځې به یو ځل بیا په کور کې بندي او له هر څه څخه محرومې شي.