د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۱

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هند کې خپل تمرینات پيل کړل

د افغانستان او هند بیرغونه
د افغانستان او هند بیرغونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هندوستان په بنګلور کې خپل تمرینات پيل کړل.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه ۲۲ ورځنی تمریناتي کمپ د ایرلنډ په وړاندې راتلونکي سیریز او د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په هدف ترسره کېږي.

په دغه تمریناتي کمپ کې ۴۴ لوبغاړي شامل دي چې له ډلې به‌یې ۲۰ غوره لوبغاړي د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته غوره شي.

د کرکټ بورډ د مسؤلینو په خبره، په‌دغه تمریناتي کمپ کې د نورو برخو تر څنګ په تېزې توپ اچونې هم ډېر تمرکز کېږي، څو يو شمېر تېز بالران د نړیوال جام سیالیو ته چمتو شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG