د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دولتي معلوماتو او اسنادو د لا خوندیتوب لپاره تازه هڅې پیل کړې دي.
دا وزارت وایي، د یوه نوي انټرنټي سیستم له لارې به د دولتي ادارو اسناد او معلومات له لاسوهنې خوندي شي.
وزارت زیاتوي چې د «انټرانټ» په نوم نوی انټرنټي سیستم کولای شي چې د دولتي ادارو اسناد له لاسوهنې وساتي او همدا شان د وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت ویاند سایر ځلاند
د دغه وزارت ویاند سایر ځلاند د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۴» ازادي راډيو ته وویل:
"د دغې شبکې له هدف یوه دا ده چې د دولتي ادارو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو تر څنګ، د دغه سیستم په کارونې سره دولتي اسناد او معلومات په بشپړ ډول خوندي کړي، ټولې هغه دولتي ادارې چې له انټرنټه کار اخلي، کولای شي دغه سیستم هم وکاروي او بل څوک به هغه ته لاسرسی ونهلري."
ښاغلی ځلاند وايي، هڅه کېږي چې په دولتي ادارو کې د انټرنټ کارونه زیاته شي او په ټولو دولتي ادارو او وزارتونو کې برښنایي حکومتوالي رامنځته کړي.
د «انټرانټ» انټرنټي سیستم په اړه پهداسې حال کې څرګندونې کېږي چې په افغانستان کې تل د دولتي انټرنټي اسنادو او معلوماتو په بشپړ ډول د نهخوندیتوب خبرې کېږي.
د افغانستان ملي شورا هم پهدې اړه اندېښنه ښودلې او له حکومتهیې غوښتي چې په انټرنټ کې په دولتي اسنادو کې چاته په ځانګړي ډول بهرنیو شبکو ته د لاسوهنو اجازه ورنهکړي.
د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون یوه غړي غلام فاروق مجروح وايي، که دغه نوی انټرنټي سیستم د دولتي اسنادو او معلوماتو د خوندیتوب تضمین کولای شي، نو په خبرهیې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت دا اقدام د ستایلو دی.
ښاغلي مجروح زیاته کړه:
"دغه اقدام او د دې نوي سیستم جوړول چې په دولتي اسنادو کې له لاسوهنې، د دغو اسنادو له سوځېدلو او ورکېدلو مخنیوی کوي او د خوندیتوب لاملیې ګرځي، دولتي ادارو ته ښه ده، هیلهمند یم چې د مخابراتو وزارت پهدې اقدام کې بریالی شي."
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، دا مهال ۷ وزارتونه او دولتي ادارې د «انټرانټ» خوندي انټرنټي سیستم ته ورننوتي او په پام کې ده چې په ۱۳۹۸ کال کې نورې دولتي ادارې هم دغه سیستم سره ونښلول شي.
راپور: فېروزه عزیزي