د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

ارګ: د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له دندې ګوښه شو


ارشیف، د اجرائیه ریاست پخوانی مرستیال محمد محقق
ارشیف، د اجرائیه ریاست پخوانی مرستیال محمد محقق

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست دوهم مرستیال له دندې ګوښه شو.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ په‌دې اړه زیات جزئیات نه‎دي ورکړي، خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره‎یې لیکلي چې ښاغلی محقق د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې پر اساس له دندې ګوښه شو.

بل‌خوا د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د محمد محقق عزل کېدل د ملي وحدت حکومت د سیاسي هوکړه لیک او د دغه حکومت د ملي روحیې خلاف عمل دی.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال خوځون ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا به بې‌ثباتي رامنځته کړي.

د ښاغلي خوښځون په خبره د ملي وحدت حکومت سیاسي هوکړه‌لیک د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو پورې په خپل ځای دی.

۶۴ ماده ۱۳ فقره، جمهور رئيس لاندې واكونه او وظيفي لري؛ د قانون له حكمونو سره سم د قاضيانو، د وسله‎والو ځواكونو، پوليسو، د ملي امنيت د منصبدارانو او د لوړ رتبه مأمورينو ټاكل، تقاعد وركول، د استعفا منل او عزلول.

ښاغلي محقق د راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د محمد حنیف اتمر په انتخاباتي ټیم کې د دوهم مرستیال په توګه نوم‌لیکنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG