د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ۵ ولایتي منسوبین له دندو لیرې کړل


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې تازه هڅه کې د درې ولایتونو پنځه پولیس د دغه وزارت له وروستي امر څخه د سرغړونې له امله له دندو لیرې کړل.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د نظم د راوستلو او د پولیسو د نقلیه وسایطو د مؤثرې کارونې په خاطر په یوې تازه هڅه کې، د کاپیسا او پروان د امنیې قوماندانۍ او د پروان او میدان وردګ د تعلیمي مرکزونو یو شمېر منسوبین له دندو لیرې کړل.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۳» د دغو پولیسو د نومونو له ښودلو پرته ازادي راډیو ته وویل، دغه پولیس د امرینو او یا په منځنۍ کچه کې وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

ده زیاته کړه:

"موږ د کابل د څېرمه ولایتونو پولیسو ته سپارښتنه کړې وه چې د مربوطو ولایتونو نقلیه وسایط دې کابل ته نه‌راولي، په خواشینۍ سره چې پنځو پولیسو له دغې سپارښتنې سرغړونه کړې، موږ دوی له پرونه له دندو لیرې کړي دي."

ښاغلي دانش وویل، کله چې د پولیسو ولایتي منسوبین کابل ته راننوځي، باید مخکې له مخکې د خپل راتګ څرنګوالی او هدف د کابل د اوپراسیون له ریاست سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د کورنیو چارو وزارت د ولایتونو پولیسو ته سپارښتنه کړې وه چې خپل نقلیه وسایط دې د دغه وزارت د اوپراسیون د ریاست له خبرولو پرته، کابل ته نه‌راولي.

د غه وزارت په دې وروستیو کې په یوې جدي اطلاعیه کې د یو شمېر غیر مسؤله وسله‌والو او په جنايي جرمونو کې د ښکېلو کسانو لېست خپور کړ او له خلکو يې وغوښتل چې د دغو کسانو د نیولو په برخه کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

تېر کال هم د پولیسو له نقلیه وسایطو د ناوړې ګټې اخیستنې په اړه یو لړ راپورونه خپاره شوي چې په‌کې ویل شوي وو، له دولتي نقلیه وسایطو په شخصي کارونو کې ګټه اخیستل کېږي.

د کورنیو چارو د وزارت دغه وروستي اقدامات چې د نظم او ډسپلین د رامنځته کولو او د پولیسو له نقلیه وسایطو یې د ناوړې ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره کړي، د خلکو او ملي شورا له‌خوا ستایل شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د کورنیو چارو وزارت په دغه کار سره کولای شي چې د پولیسو له نقلیه وسایطو د ناوړې استفادې مخه ونیسي او په ښار کې امنیت تأمین کړي.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي

​د دغې جرګې منشي میرداد نجرابي ازادي راډیو ته وویل:

"دا یو نېک اقدام دی او یقین لرم چې عام خلک او د ملي شورا غړي د امنیت د تأمین په خاطر د داسې ګامونو هرکلی کوي، یقیناً د دغو مسايلو د مخنیوي له امله ناوړه استفاده قطع کېږي."

ښاغلی نجرابي وايي، له دغه اقدام سره به خپل‌سري کمه او د هغو زورواکو مخه به ونیول شي چې د دولت له نقلیه وسایطو ناوړه ګټه اخلي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو پوهان د کورنیو چارو د وزارت له‌خوا د پوځي نقلیه وسایطو څارل مهمه مسئله ګڼي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد وايي، په ځینو مواردو کې له دغو نقلیه وسایطو په قاچاق او د نفوذي کسانو په لېږدولو کې ګټه اخیستل کېږي او اړتیا وه چې مخه‌یې ونیول شي.

دی ټینګار کوي چې د دفاع وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست دې هم ورته اقدام وکړي.

د ده په خبره، دغه ارګانونه نه‌یوازې دا چې د ولایتونو دولتي نقلیه وسایط، بلکې په ښار کې دننه هم دغه ډول وسایط وڅاري چې د جرمونو او له پوځي وسایطو د شخصي ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG