د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

په ژمي کې د غیر قانوني کډوالۍ په اړه اندېښنې!


آرشیف/ یو تن افغان کډوال
آرشیف/ یو تن افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او په دغه هېواد کې د کډوالۍ نړیوال سازمان په غیر قانوني کډوالۍ اندېښنه څرګندوي.

په داسې حال کې چې د غیر قانوني کډوالۍ په اړه د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له‌خوا خپرې شوې شمېرې د تېرو کلونو په پرتله کمښت ښيي، خو له دې سره هم د کډوالو اړوندې ادارې په ساړه ژمي کې د کډوالو وضعيت او تګ راتګ اندېښمنې کړې دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۳» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لا هم غیر قانوني کډوالي جدي ستونزې له ځانه سره لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

​دی وایي:

"غیر قانوني کډوالي ډېره زیاته خطرناکه ده، دوی په پولو کې وژل کېږي، د سړې هوا له کبله مري، د ځينو هېوادونو د پولیسو له‌خوا د ویشتلو خطر وي او په همدې ډول دوه ورځې وړاندې د مدیترانې په بحیره کې سل کسان له‌منځه ولاړل او زه هیله کوم چې هېوادوال به مو له دې لارې ډډه وکړي."

ښاغلی بلخي وايي، د هغو کډوالو هویت لا هم نه‌دی مشخص چې دوه ورځې وړاندې د مدیترانې په اوبو کې غرق شوي دي.

له دې سره تازه په ټولنیزو رسنیو کې داسې بوږنوونکي تصویرونه خپاره شوي چې د ځينو مړو کډوالو ډېر بد وضعیت ښکاره کوي.

په دغه تصویرونو کې چې ښکاري، یوه کورنۍ به وي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي او ویل کېږي چې د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې چې ډېرو افغانانو پرې خواخوږي ښودلې، دا نه‌ده مشخصه شوې چې دوی د کوم ځای دي او چېرته مړه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او د کډوالۍ نړیوال سازمان هم په دې اړه بې‌خبري ښيي.

خو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» غیر قانوني کډوالي له خطرونو ډکه بولي او وايي چې دوی له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي چې قانوني کډوالیو ته زمینې برابرې کړي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردېس
د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردېس

​د دغه سازمان د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردېس ازادي راډيو ته وویل:

"د کډوالۍ نړیوال سازمان له غیر منظمې کډوالۍ اندېښنه لري، ځکه چې ډېر خطرونه لري، موږ هڅه کوو، هغه چې کډوالي کوي، ورته قانوني لارې برابرې شي."

ناامني، بې‌وزلي او ټولنیزې ستونزې د افغانانو د غیر قانوني کډوالۍ اصلي عوامل بلل کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG