د افغانستان برښنا شرکت د شااوخوا ۳۰۰۰ پوروړو لېست لویې څارنوالۍ ته سپاري.
برښنا شرکت د خپلو پورونو د خلاصولو لپاره له نورو فشارونو وروسته بالاخره عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي.
دغه شرکت دا مهال د شااوخوا ۳۰۰۰ پوروړو نومونه لېست کړي، ترڅو د شنبې په ورځيې لويې څارنوالۍ ته وسپاري.
د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډيو ته وویل، دوی دا لېست راتلونکې اوونۍ لویې څارنوالۍ ته سپاري، ترڅو که له دې لارې پوروړي په ګرځولو مجبور شي.
دی وایي:
"موږ د پوروړو لېست د شنبې په ورځ سپارو، په دې لېست کې لوړپوړي چارواکي شته، په دې کې د پارلمان وکیلان، جهادي او محلي قوماندانان او همداراز په دې کې د ولایتي شوراګانو وکیلان او رئیسان هم شته."
د دې تر څنګ ډېرې دولتي ادارې هم د برښنا شرکت پوروړې دي، خو برښنا شرکت وايي، دولتي ادارې په دغه لېست کې نهدي شاملې شوي، ځکه چې د ماليې وزارت ورته د دولتي ادارو د پورونو ورکولو سر ښورولی دی.
ښاغلی توحیدي وايي، په ۳۰۰۰ دغو خلکو شااوخوا څلور ميلیارده افغانۍ پاتي چې دوی يې په خپله خوښه ورکولو ته حاضر نهدي.
د معلوماتو له مخې، دا اندازه کسان د تېرو ۵ کلونو راهیسې د برښنا د بيل پوروړي دي.
برښنا شرکت وايي، سره له دې چې له دې وړاندې يې د پوروړو لېست له رسنیو او خلکو سره شریک کړی او ورڅخهيې برښنا قطع کړې، د خپل زور څخه په استفادې يي لاینونه بېرته وصل او د لېست په خپرېدو یې سترګې سپینې کړې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان له ډلې يي تاج محمد تلاش د لویې څارنوالۍ له لارې فشار وروستۍ هغه ګڼي او وايي چې لویې څارنوالۍ يې باید په تصفیه کېدو کې جدي اقدام وکړي.
دی زیاتوي:
"د برښنا شرکت ناوخته، خو وروستی اقدام باید پخوا شوی وی، دوی باید هر څومره ژر دا زورواکي او چارواکي چې پوروړوي دي، تصفیه کړي او که دوی بیا هم ونهتوانېږي، دا به د کشفي، امنیتي او عدلي بنسټونو ډېره لویه کمزورتیا وښيي."
د ښاغلي تلاش په خبره، د افغانستان برښنا تر ډېره وارداتي ده چې په خپل وخت تصفيې ته ډېره اړتیا لري.
د نوموړي په وینا، د قضايي، عدلي او امنیتي ارګانونو د جدیت او د سیاسي ارادې د موجودیت په صورت کې د شااوخوا ۴ ميلیارده افغانیو پور تر لاسه کول سخت کار نه دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ