په افغانستان کې د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس په سویس کې نړیواله اقتصادي غونډه د افغانستان لپاره مهمه ګڼي.
دی د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړي چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره د سویس له ناستې مؤثره استفاده وکړي.
اذرخش حافظي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډيو ته وویل، دغه غونډه کولای شي چې د حکومت مشران خپلو نیمګړتیاو او ستونزو ته متوجې کړي.
ده زیاته کړه:
"دوی په دغو نړیوالو غونډو کې د خپلو کړنو نتایج ګوري چې څومره کارونهیې ترسره کړي او څومرهیې له فساد سره مبارزه کړې، دا له یوې نړیوالې مرجع له لوري د څېړنو نتایج ورته وړاندې کېږي او له همدې وجې ډېره مهمه ده چې څومره بېوزلي او بېکاري ده، دا ټول په دې ناسته کې کتل کېږي او له اقتصادي اړخه هم ارزیابي کېږي."
ښاغلي حافظي همدارنګه وویل، د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشران باید په دغه غونډه کې د اقتصادي پراختیا، د بېکارۍ لهمنځه وړلو او د بېوزلۍ د کمولو لپاره نړیوالو ته معلومات ورکړي، څو نړیواله ټولنه له خپلو مرستو ډاډه شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د چهارشنبې په سهار د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس ته روان شو.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان په محوریت په یوه اقتصادي بحث کې ګډون وکړي او د سيمې په نښلولو، سوداګرۍ او ټرانزیت باندې به خبرې وکړي.
نوموړي همدارنګه وویل، ولسمشر به د سویس په غونډه کې له هېوادونو وغواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د سویس په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون کړی.
د نړۍ په اقتصادي مجمع کې چې هر کال ترسره کېږي، تر ډېره پهکې په سیاسي، اقتصادي، اقلیمي بدلون، د اوبو زېرمو، روغتیا او د هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا خبرې کېږي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وویل چې په نړیوالو اقتصادي غونډو کې د افغانستان ګډون ډېر اهمیت لري، څو افغان چارواکي له ځانګړو اجنډاو سره ګډون وکړي.
ده وویل:
"سوداګریز موضوعات، د کاري فرصتونو برابرول او د سوداګرۍ پراختیا له هغو مسایلو دي چې حکومت باید مشخصه پالېسي ورته ولري، څو کاري فرصتونه برابر شي."
سره له دې چې افغان حکومت د اقتصادي پراختیا او هېواد د سوداګرۍ په یوه څلورلاري د بدلولو خبره کړې، خو ښاغلی جیلاني د اقتصادي پراختیا په برخه کې پر حکومت یو شمېر انتقادونه کوي.
نوموړي وویل، د حکومت ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي او لاهم په هېواد کې بېوزلي او بېکاري له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي.
راپور: ناجیه ساپۍ