د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

جنوب حوزه کې تر ۸ میاشتني ځنډ وروسته د پولیو واکسین جومات په جومات پلی کېږي


ارشیف، په کندهار کې یو ماشوم ته د کوزڼ ضد واکسین د تطبیق انځور
ارشیف، په کندهار کې یو ماشوم ته د کوزڼ ضد واکسین د تطبیق انځور

په ارزګان ولایت کې روغتیايي مسؤلین وايي، تر ۸ میاشتو ځنډ وروسته په جنوبي حوزه کې وسله‌والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین ته د جومات په جومات اجازه ورکړې.

دوی وايي، که څه هم دغه عمل د روغتیا وزارت له طرزالعمل سر په ټکر کې دی، خو بیا هم جومات په جومات د پولیو واکسین کمپاین به وکولای شي چې زیات شمېر ماشومان له دغې ناعلاجه ناروغۍ څخه وژغوري.

په ورته وخت کې ارزګان مېشتي خلک وايي، که د پولیو واکسین جومات په جومات ترسره شي، نو ماشومان به له واکسینه بې‌برخې شي او په ناعلاجه ناروغۍ به اخته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له‌دې وړاندې وسله‌والو طالبانو د پولیو د واکسین د کمپاین د کور په کور مخه نیولې وه او ویل يې چې روغتیايي مسؤلین دې نور د پولیو واکسین کمپاین جومات په جومات ترسره کړي، خو روغتیايي مسؤلینو ویلي و چې د جومات په جومات د پولیو واکسین کمپاین ترسره کول د روغتیا وزارت له طرزالعمل سر په ټکر کې دي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG