اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر هوايي شرکت وايي، د دوی الوتکې د اروپا لیرې ښارونو ته هم پرواز کولای شي.
- اریانا افغان هوايي شرکت
د افغانستان اریانا افغان هوايي شرکت هڅې کوي چې د پروازونو د زیاتوالي او ښو خدمتونو د رسولو په هدف، څلور نوې الوتکې وپېري.
د دغه شرکت رئيس نادر عمر ازادي راډیو ته وویل، اریانا پلان لري دوه الوتکې چې تر لسو ساعتونو پورې او دوه نورې چې اووه ساعته پرواز وکړای شي، وپېري.
د ده په خبره د دغو الوتکو د پېرېدلو پر پلان کار روان دی او کله چې بشپړ شي د اریانا سهم لرونکي ټولنې ته به وړاندې شي.د اریانا افغان هوايي شرکت رئيس نادر عمر
ښاغلي عمر زیاته کړه:
"اریانا الوتکې لري چې د اروپا لیرې سیمو ته پرواز کولای شي، دوه الوتکې چې لیرې واټن او دوه نورې چې تر منځني واټن پورې پرواز وکړي، زموږ غوښتنه دا ده چې ویېوپیرو، کلهیې چې کار خلاص شو، د اریانا د سهم لرونکو ټولنې تهیې وړاندې کوو. که ومنل شو او دولتیې مالي مسئلې تأمین کړې، وبهیې پېرو."
د اریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان یوازنی دولتي شرکت دی چې دمګړۍ د دوو ایربس او درې بوینګو په ګډون پنځه الوتکې لري.
د اریانا د مسؤلینو په خبره د دغه شرکت یوه ایربس الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله فعالیت نهلري او په څلورو الوتکو په هره اوونۍ کې اووه بهرنیو ښارونو او درې کورنیو ته تر ۳۲ پورې پروازونه کوي.
اریانا په شته امکاناتو په هره میاشت کې ۲۵-۳۰ زره مسافر لېږدوي.
دغه شرکت ۶۵ کاله مخکې تأسیس شوی او د طالبانو د واکمنۍ دمخهيې د لندن او پاریس په ګډون څو اروپايي ښارونو ته پروازونه کول.
د اریانا افغان هوايي شرکت د رئیس په خبره د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته هم دغه شرکت یو شمېر اروپايي ښارونو ته پروازونه لرل.
د افغانستان د هوايي چلند وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی.
اریانا افغان هوايي شرکت، د نړیوالو هوايي معیارونو د نهمراعاتولو په دلیل، له څو کلونو راهیسې د اروپايي ټولنې په تور لېست کې راغلی او له دې امله کومې الوتکې چې ورسره راجسټر دي، اروپا او امریکا ته د پرواز حق نهلري.
په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي، د اروپا له تور لېسته د دغې ادارې د ایستلو هڅې روانې دي.
د افغانستان د هوايي چلند ملکي ادارې ویاند قاسم رحیمي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان د هوايي چلند وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی، موږ پهدې برخه کې د مثبتو بدلونونو شاهدان یو، خو یوې اندازې پانګې او وخت ته ضرورت لرو."
افغانستان پخوا تر دې څو هوايي شرکتونه لرل چې د اریانا تر څنګیې فعالیت کاوه، خو یو شمېر یې د ځینو دلایلو له امله له فعالیته پرېوتل.
- کام ایر
اوسمهال د اریانا تر څنګ، د کام ایر خصوصي هوايي شرکت د لسو شخصي او پنځه چارتر الوتکو په لرلو، فعالیت کوي.
د دغه شرکت مسؤلین وایي، د دوی الوتکې ټولو داخلي هوايي ډګرونو ته په پروازونو سربېره، د دوشنبې، الماتا، تاشکند، دهلي، استانبول، جده، مشهد او تهران ښارونو ته هم پروازونه کوي.
د دغه شرکت حقوقي سلاکار فدا محمد فدايي ازادي راډیو ته وویل، که د افغانستان د هوايي چلند اداره د اروپايي ټولنې له تور لېسته ووځي، د کام ایر الوتکې دا توان لري چې اروپا او امریکا ته پروازونه وکړي.
نوموړی وايي:
"کولای شو په مستقیمه توګه اروپايي هېوادونو ته پرواز وکړو. امریکا ته هم کېدای شي، خو چې په یوه اروپايي هېواد کې تم شو او بیا امریکا ته سفر وکړو."
په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي شرکتونو ټولنه وايي، د عربي هېوادونو هوايي شرکتونو تر ډېره ځایه د هوايي چلند مارکېټ خپل کړی دی.
د دغې ټولنې رئیس فرید پیکار ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د افغانستان هوايي چلند د اروپايي ټولنې په تور لېست کې دی، خو د ده په خبره، که د هېواد هوايي شرکتونه له بهرنیو شرکتونو څخه الوتکې چارتر کړي، کولای شي له ممانعته پرته اروپايي هېوادونو ته پرواز وکړي.
د ښاغلي پیکار په باور څه چې کورنیو هوايي شرکتونو تهیې زیان رسولی، الوتکو تهیې د مارکېټ نشتوالی دی.
د ده په خبره، د افغانستان دولت باید د هېواد د هوايي شرکتونو ملاتړ وکړي.
راپور: خان محمد سیند