د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

ګارډین: طالبانو د افغانستان نږدې نیمایي خاوره لاندې کړې


د وسله‌والو طالبانو یوه ډله
د وسله‌والو طالبانو یوه ډله
  • ګارډین ورځپاڼه

ګارډین ورځپاڼې په میدان وردګ ولایت کې د افغانستان د ملي امنیت پر یوې اډې د طالبانو د وروستي برید په اړه مقاله خپره کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ میدان ښار ته څېرمه د دغه ریاست د ولسي پاڅون کوونکو پر اډې په برید کې ۳۶ تنه وژل شوي دي.

ګارډین لیکي، دا حمله په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له لوري د خونړیو بریدونو تازه یوه ده.

ورځپاڼه بیا څرګندوي چې طالبانو د افغانستان نږدې نیمایي خاوره لاندې کړې ده.

ګارډین بیا د پېښې په تړاو د میدان وردګ د ولایتي شورا د غړي حسین علي بلیغ خبرې رااخیستې دي چې وایي، له دې برید سره په میدان وردګ ولایت کې دا اندېښنې پیدا شوې دي چې څرنګه هاموې زغروال موټر چې له دولتي ځواکونو سره وي، د طالبانو لاس ته لوېدلی، له امنیتي پوستو تېر شوی او د ملي امنیت پر پوستې یې بمي برید کړی دی؟

بلیغ وایي، زموږ ځواکونه زړور دي، خو د دوی قومانده کمزورې ده.

ګارډین لیکي، دا حمله په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له لوري د خونړیو بریدونو تازه یوه ده.
ګارډین لیکي، دا حمله په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له لوري د خونړیو بریدونو تازه یوه ده.

ګارډین ورځپاڼې د دې پېښې د تلفاتو په ارتباط د بېلابېلو کسانو په وینا ارقام وړاندې کړي دي او لیکي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان حکومت د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې راپورونه نه‌خپرول او تېر کال وروسته له یوه ځنډه ولسمشر اشرف غني وویل چې له ۲۰۱۵ کال راوروسته تر اوسه ۲۸۰۰۰ افغان پولیس او عسکر وژل شوي دي.

طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی، دوی تېره اونۍ په کابل کې هم د موټر بم یو برید وکړ چې لږ تر لږه پنځه تنه‌یې ووژل او تر ۱۱۰ ډېر یې ټپیان کړل.

ګارډین: طالبان د خپلو تبلیغاتي اهدافو لپاره دا ډول بریدونه کوي.

​ګارډین بیا لیکي چې د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې د طالبانو دغه وروستي بریدونه د دې لپاره دي چې د سولې په روانو خبرو کې چې د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره‌یې کوي، برلاسه وي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت ازادي راډیو ته په یوه اېمېل کې د میدان وردګ د برید په اړه لیکلي دي چې د خپلو افغان شریکانو ملاتړ کوي ترڅو پر طالبانو دوامداره فشار پسې زیات شي.

دغه مأموریت دې ته هم اشاره کړې ده چې طالبان د خپلو تبلیغاتي اهدافو لپاره دا ډول بریدونه کوي.

  • واشنګټن اېګزمېنر

واشنګټن اېګزمېنر خپرونې بیا په یوه مطلب کې لیکلي دي چې څو ساعته مخکې تر دې چې طالبانو اعلان وکړ چې له امریکا سره‌یې د سولې خبرې له سره پیل کړې دي، دوی په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر اډې حمله وکړه.

واشنګتن اېګزمېنر: په میدان وردګ کې د طالبانو له حملې معلومېږي چې په افغانستان کې د شخړو د زیاتېدو څومره امکانات دي.
واشنګتن اېګزمېنر: په میدان وردګ کې د طالبانو له حملې معلومېږي چې په افغانستان کې د شخړو د زیاتېدو څومره امکانات دي.

خپرونه لیکي، طالبانو د دې حملې مسؤلیت ومانه او بیا یې په یوې اعلامیه کې وویل، پر افغانستان د یرغل د پای ته رسېدو په خاطر په قطر کې د امریکا له استازو سره خبرې کوي.

خپرونه د سیاسي کتونکو په وینا لیکي چې د دې سربېره چې د جګړې دواړه لوري مذاکراتو ته لېواله ښکاري، په میدان وردګ کې د طالبانو له حملې معلومېږي چې په افغانستان کې د شخړو د زیاتېدو څومره امکانات دي.

XS
SM
MD
LG