د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د وسلهوالو مخالفینو د حملو تکرار د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي.
که څه هم افغان امنیتي بنسټونو په وار وار د افغان امنیتي ځواکونو د مرکزونو د جدي امنیت خبر ورکړی، خو وسلهوال طالبان هم په بیا بیا توانېدلي چې د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر مرکزونو خونړۍ حملې وکړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي همدې موضوع ته په اشارې سره وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې بېغوري او غفلت موجود دی چې د امنیتي ځواکونو په مرکزونو د وسلهوالو مخالفینو د مرګونو حملو لامل ګرځي.
ښاغلي صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډيو ته وویل چې په دندو کې په ځانګړي ډول په امنیتي برخه کې بېپروايي باید د بخښنې وړ ونهاوسي.
دی زیاتوي:
"واقعاً د امنیتي بنسټونو په لیکو کې ستونزې موجودې او غفلت هم پهکې ترسره کېږي، څنګه کېداي شي چې د مخالفینو یو موټر چې له وسلو او ناچاودو مهماتو ډک وي، په قرول کې چاودنه وکړي، ولې يې پېژندنه نهکېږي، زه له حکومته په ځانګړي ډول له امنیتي مسؤلینو غوښتنه کوم چې په دې برخه کې هر څوک غفلت کوي، باید ژر تر ژره عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژندل شي."
دا په داسې حال کې ده چې په یوه تازه پېښه کې چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د میدان وردګ په ولایت کې رامنځته شوه، له ناچاودو مهماتو ډک یو هاموې موټر د ملي امنیت د ځواکونو د یوه مرکز په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته څو تنه وسلهوال مخالفین له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته واوښتل.
د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغې پېښه کې ۳۶ تنه سرتېري وژل شوي او ۵۸ تنه ټپیان شوي دي.
خو یوې امنیتي سرچینې چې نهيې غوښتل نوميې واخیستل شي، ازادي راډيو ته ویلي چې په دې پېښه کې د ملي امنیت ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان شوي دي.
دغهراز روېټرز خبري اژانس د افغانستان د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوميې نهدی اخیستل شوی، راپور خپور کړی چې په دې حمله کې ۱۲۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د ميدان وردګ د ولایتي شورا یوه غړي شریفالله هوتک بیا ویلي چې په پېښه کې ۵۰ تنه وژل شوي دي.
د دې حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.
د دې ډلې یوه ویاند ذبیحالله مجاهد بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ۹۰ تنو د وژل کېدو او د سلو نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
د تېر کال په لومړیو کې هم وسلهوالو طالبانو په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وکړه چې له املهيې له سلو ډېر سرتېري ووژل شول او د ۱۵۰ په شااوخوا کې ټپيان شول چې له املهيې افغان ولسمشر په هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.
له دې حملې وړاندې په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون حمله، په ګردېز کې د پکتیا پر امنیه قومندانۍ حمله او نورې حملې وشوې چې لسګونه کسانو تهيې مرګ ژوبله واړوله.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان امنیتي بنسټونو د مسؤلینو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونهتوانېدو چې ځوابيې ترلاسه کړو.
خو د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د میدان وردګ وروستۍ پېښې ته په اشارې سره وویل چې دا حمله به بېځوابه پاتې نهشي.
ده وویل:
"اړینه ده چې د یوې ترخې پېښې یادونه هم وکړم، د افغان امنیتي ځواکونو پاکو روحونو ته چې تېره ورځ په میدان وردګ ولایت کې په یوه پېښه کې په شهادت ورسېدل، دعا کوو، د دې جفرافيې دښمنان باید پوه شي چې د دوی دغه وحشیانه حمله به بېځوابه پاتې نهشي."
په کابل کې د امریکا سفارت هم د میدان وردګ حمله غندلې او ویلي یې دي چې امریکا به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د امنیت د ټینګښت په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
وبه لیدل شي چې د میدان وردګ د حملې د څرنګوالي په اړه له څېړنو وروسته به څه پایلې ترلاسه شي او د دغې حملې د مخنیوي په برخه کې به کوم کسان د بېپروايۍ له امله د قانون منګولو ته وسپارل شي.
راپور: اکرامالله اکرام