د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

په افغانستان کې له سخت دریځۍ د سرور دانش اندېښنه!


ارشیف، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
ارشیف، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د ولسمشر غني دوهم مرستیال د افغانستان لپاره سخت دریځي کرکېچ بولي او ټينګار کوي چې که له دغې پدیدې سره مبارزه ونه‌شي، په دغه هېواد کې به سیاسي واټن نور هم ژور شي.

سخت دریځي هغه څه چې د ولسمشر د دوهم مرستیال په خبره، کلونه کېږي چې د دغه هېواد له خلکو یې قربانۍ اخیستي او دغه هېواد یې له پرمختګه پاتې کړی دی.

سرور دانش چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» د کابل پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې خبرې کولې، ټينګار وکړ چې دغې پدیدې افغانستان په دومره کلونو کې د تباهۍ په لور بیولی او اوس اړتیا ده چې د یووالي ډبره کېښودل شي او له پیوستون سره په هېواد کې سیاسي واټونونه ختم کړي.

دی وایي:

"ملي یووالی او پيوستون زموږ محصلین چې د دې پوهنتون رنګارنګ ګلونه دي، تر ټول زیات د دې برخې مسؤلیت لري، له بده مرغه نن له سیاسي واټن او ژور ټولنیز بېلوالي سره مخ شوي یوو او تر هغه به موږ له سخت دریځۍ سره مخ یوو چې که تاسو دا کار کوئ، له هېڅ چا باید تمه ونه‌لرئ او د دې دوام به افغانستان د کړکېچ په لور بوځي."

ښاغلی دانش په داسې حال کې محصلین پیوستون، یووالي او له قومي او ژبنیو تعصبونو لیري والي ته وهڅول چې په دې وروستیو کلونو کې دغه ستونزه په ډېرو پوهنتونونو کې محسوس شوې ده.

وروستۍ پېښه د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ترمنځ وه چې ان د یو محصل د وژل کېدو او د څو نورو د ټپي کېدو لامل وګرځېده.

اوس د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي وایي، سره له دې چې په تېرو کلونو کې په کابل پوهنتون کې کومې ستونزې موجودې وې، اوس ختمې شوي، خو بیا هم باید محتاطانه عمل وشي.

ارشیف، د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي
ارشیف، د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي

ده زیاته کړه:

"لا هم په پوهنتنون کې دننه او بهر دغه ستونزې د ګدوډیو لامل ګرځېدلي، خو باید ووایو چې په کابل پوهنتون کې سخت دریځي خلاصه شوې ده او په دې وروستیو کلونو کې دغه ستونزه چې تل دغه ستر نوم ته متوجې وه، ختمه شوې، خو له پوهنتونه بهر لا هم زموږ محصلین له همدغو سترنزو سره مخ دي."

ښاغلي فاروقي د زده‌کړو په برخه کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او په کابل پوهنتون او یو شمېر خصوصي پوهنتونونو کې د ۳۵۰ زره محصلینو حضور یې د هېواد د راتلونکي لپاره هیله بخښونکی وباله.

خو ګډوډي، مذهبي سخت دریځي او قومي تعصب ته لمن وهل هغه ستونزې دي چې د ښاغلي فاروقي په خبره، لا هم د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تېره بیا د کابل پوهنتون د محصلانو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه ده او اړتیا ده چې د خلاصون لپاره‌یې هڅې وشي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG